کور / تازه خبرونه / ننګرهار:دسبو اوميوساتنې لپاره 10 سړې خوني جوړي شوې

ننګرهار:دسبو اوميوساتنې لپاره 10 سړې خوني جوړي شوې

دننګرهارولايت په شپږو بيلابيلو ولسواليوکې دسبو اوميوو دساتنې لپاره لس سړې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوي .
دننګرهاردکرنې رياست چارواکې وايي چې ددغو سړو خونو پرجوړولو يومليون امريکايې ډالر مالي لګښت راغلى چې دولايتي بيارغاوني دکرنې د ډلې لخوا ورکول شوي دي .
دننګرهاردکرني ريئس وايي په يوه سړه خونه کې تر دولس ميټريک ټنه سابه اوميوې ساتل کيږي .
نوموړې وايي تردې وړاندې ددغه سړو خونودنشتوالې له امله به بزګر خپل کرنيزمحصولات دخرابيدو له ويرې په کمه بيعه پلورل .