دبې نظير بوټو په قتل كښې حكومت ته مطلوب دوه تنه نور ملزمان حسنين او رفاقت ونيول شول دشخصي ټلويزون دراپور ترمخه د پوليسو يوې ډلې دحسنين او رمفاقت د نيولو دخبرې پخلۍ كړيدي او ويل كيږي چي دغه دواړه په پينډى كښې
نيول شويدي . د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم څو تنه د بېنظير بوټو د مرګ په قضيه کي په لاس لرلو شکمن پيژندل سوي او نيول سوي دي . د پاکستان حکومت څوورځي مخکي اعلان وکړ چي د اعتزاز نومي کس څخه چي دوی د سپينکۍ له سيمي څخه نيولی و تحقيقات کړي دی او پر بېنظير بوټو ډزي کوونکی او ځانمرګي بريد کوونکی يې په نومونو پيژندلي دي .