سریزه
که څوک غواړي چین وپیژنې هغه باید یوه کتنه د دې هیواد تاریخ ته وکړي . ځکه د چین لرغوني اوږ د تاریخ ستره اغیزه پر اوسنۍ مدرڼه ټولنه او سیاسي مشرتابه باندې لري . سړی کړئ شي د چین دننني ولسي جمهوریت د راتلونکې نړیوال سیاست او ځواک انګیرنه وکړي . د چینایانو تاریخ د نړۍ له لرغونو تاریخونو څخه ګڼل کیږي . څومره چې سړی دچینایي تاریخ تیوري تعقیبوي هغمره اوږدیږي . د چین تاریخ ته دلویدیځ په تاریخي کتابونو کې سر سري کتنه شوي ده . دیره موده اروپايي تاریخپوهانو د چین تاریخ ته د یو ځوان تاریخ په څیر کتلي دي . اوس د لرغونپوهانو په نویو پلټونو کې رابرسېره شوي دي چې چین دبشر د مهاجرتونو په لویه لاره کې پروت وو. دغه لاره د مصر څخه د مخته ختیځ پلور پیل کیږي چې بیا د وریښمینو له لارې سره یوځای کیږي او د چین زړه ته ورننوزي . دغه لار له همدې ځای څخه بیا سویلې امریکې ته ورځغیږي . پر همدې بنسټ موږ له یو زوړ کولتور سره چې پیل یې د زوړ ډبرین پیر څخه اټکل ۱۰۰۰۰ کاله له مسیحیت څخه مخکې دی مخامخ کیږو. په چین کې د پخوانیو انسانانو شتون اټکل ۱،۸ میلیونه کاله مخکې له مسیحیت څخه په اثبات رسیدلې دي . چین د بشریت له زړو تمدنونو څخه یو تمدن دی .
چین د برسېرونې او نوېیستنې هیواد دی . زوړ چین په ډیرو پوهنیزو برخو کې خورا ډیر پرمختګونه کړي وو، لکه په ادبیاتو، فلسفه ،مذهبپوهنه ،طبابت او همداسي د پیسې او نوټونوجوړول، باروت، مقناتیسي قطب نما،، دکرنې لاسي تخنیک ،وریښمین ، کاغذ، درې سوه کاله مخکې له مسیحیت څخه په چین کې ۳۶۰ ورځنې کالیزي شتون درلود،د مسو، اوسپنینې اوبول او دکتابچاپ نوېیستنې یا اختراعات یاده ولي شو . په حکومتوالي کې د ښو مسلکې مامورینو روزنه او داسي نور برخو کې له نورو ولسونو څخه مخکښ ولس پیژندل شوي دی . په معماریو کې له شماله دکوچې سپرو تېریکونکې ولسونو څخه په دفاع کې دنړۍ ستر هیرانونکې دیوال ۲۴۵۰ کیلومتر اوږد جوړول یاده ولې شو . د چین سیاسي تاریخ اټکل ۲۰۰۰ کاله مخکې له مسیحیت څخه پیل کیږي . د چین په هره سیمه کې سره له بې شمیره کورنیوجګړو څخه دغې شکیدلې هیواد د خپل اوږد تاریخ په لړ کې لاره ملي یوالې اوچینایي کولتور ته خلاصه کړي ده .
د لویدیځ او اسلامي امپراتوريو ته په کتو سره چین له ۲۲ پیړېو څخه خپل کولتوري کړي، سیاسي یوالي او خپله خاوره دلاسه ورکولو سره بیرته یو ځای کړي ده .د دوی کولتور د نړۍ له ډیرو کولتورنو اود اروپا تر نوي پېره پوري مخکښ کولتور وو .
که څوک د چین په محاصر تاریخ باندې ځان پوهول غواړي ، هغه بایدد چین کمونېست دولتي ګوند وپیژنې . د چین په کورني او نړیوال سیاست کې چې هرڅه پېښیږي دچین کمونېست ګوندسیاسي بیروي یې ټاکې .
د چین ولسي دولت لیوالتیا د چین نړیوال اقتصاد،دنړیوال انرجيکې پوښتنو،دنړیوال اقلیم بدلون، دنړیواله سولې په اړه ورځ په ورځ ډیریږي . که څوک دغي پوښتنو ته ځواب لټوي ،هغه باید د چین کمونېست ګوند په یوه کوچنې ډله کې دې ولټوي . دلته پوښتنه د چین د دولتي سیاسي سېستم وړتیا او چلښت رامنځته کیږي، دغه هیواد اټکل د نړۍ پنځمه برخه وګړي لري . د چین د ولسي جمهوریت او د چین کمونېست ګوند وده له یوبل سره ټینګ نښلیدلې دي .
۱ . د نړۍ د لرغوني امپراتورۍ پای
د زاړه چین دسترو ټولواکو اود امپرتوري تاریخي لړي ډیر اوږده ده . چین د نړۍ کولتور ي تاریخ اوږد او بې سارې تاریخ لري . له ۲۲۱ کال مخکې دمسیحیت څخه تر ۱۹۱۲ ز کال چین دنړۍ یوه ستره امپراتورۍ وه . ډیره موده زوړ چین د نړۍ له اغیزو څخه بې برخې وه . په ۱ ۲۲ کال مخکې له مسیحیت څخه په چین د لومړني فیودالې دولتي ځواک مرکز بنسټ کېښودل شو . د ۲۲۱ تر ۴۰۳ کال په پخوانې چین کې ووه کوچنې سیمه ایز دولتونه یا هیواونه په نامه د چینګ، چو،چي،وي،یان،و، اوهان شتون درلود. د چین په شمال لویدیځ کې د چین په نوم یو دولت چې د نورو دولتونو څخه نسبتآ په پوځې او ملي ځواک کې پرمختللې وو . د همدې دولت نوم درست چین ته غوره شو . د۱۶۵۹ تر ۱۰۲۷ کال مخکې له مسیحیت څخه د چین لومړني امپراتور ۍ د چینګ دکورنۍ سلسلې له خوا رامنځته شوه . د ۱۰۲۷ تر ۲۵۶ کال مخکې له مسیحیت څخه د چو د کورنۍ سلسلې رامنځته شوه . د ۲۲۱ تر ۲۰۷ کال مخکې له مسیحیت څخه د چېن کورنۍ سلسله رامنځته شوه . د ۲۰۷ تر ۲۲۰ مخکې او ورسته له مسیحیت څخه د هان کورنۍ سلسله رامنځته شوه . د ۲۲۱ تر ۵۸۹ کال د هان امپراتورۍ په درې برخو وویشل شوه او کورني جګړي پیل شوي . د ۵۸۹ تر ۶۱۸ کال د سوۍ کورنۍ سلسلې بیا ټول چین شمال او لودیځ یې ترخپل کنټرول لاندې راوست او د چین په ستر دیوال جوړولو بیا کار پیل کړو . د ۶۱۸ تر ۹۰۶ کال د ټانګ کورنۍ سلسلې چین یې نړیوال ځواک ته ورسوه . په دغه پیر کې کولتوري رنیسانس ، هنر ،شاعري ، سوداګرۍ ، د دولتي مامورینو څخه ازموینه اخیستل پیل شول . کار د کاراهل ته سپارل کیده ، نه یو توکم ته . د ۹۰۷ تر ۹۶۰ کال پنځه نوي سلسلې رامنځته شوي ، چین په شمال او لودیځ باندې بیا وویشل شو . د چین یو برخه تورکې ولسونو تر خپلي ولکې لاندې راوسته . د ۹۶۰ تر ۱۲۷۹ کال د سونګ کورنۍ امپراتوري سلسلې رامنځته شوي . دوی په چین کې بیا یوالې راوست ، کولتوري وده، پوهنه او تخنیک وده وکړه اویو کوچنې صنعتي انقلاب رامنځته شو. په دیارلسمه پیړۍ کې منګولیایانو چین ونیوه . چنګیزخان پر ټول چین باندې خونړې یرغل وکړو، شمالي چین سره د پلازمېنه بیجینګ د منګولیایانو په لاس کې ولویده . دلته یواځې د چنګیز له لمسې د کوبلې خان له سلسلې څخه یاده ونه شوي ده . په ۱۲۷۱ کال کې مارکوپولو د نړۍ نامتو سیلانې او سوداګر د اېټالیه څخه د افغانستان له لارې د چین په لور روان شو . مارکوپولو لومړني اروپایي وو چې غوښتل يې د چین په،، دادو ، ښار کې د کوبلې خان له امپراتوري څخه لیدنه وکړي . مارکوپولو شل کاله په چین کې پاتي شو. د ۱۲۷۹ تر ۱۳۶۸ کال دیون امپراتوري د منګولیایانو له خوا رامنځته شوه. په ۱۳۶۸ کال کې دچین د مینګ سلسلې درامنځتکیدو سره دمنګولیایانو ورستې ټولواک خپلي پښې سپکې کړي . د ۱۳۶۸ تر۱۶۴۴ کال د مینګ کورنۍ سلسلې منګولیایان یې نږدې دسلو کالو ورسته له چین څخه وشړل . د مینګ امپراتور د چین دامپراتوري لپاره د پیکینګ ښار د پلازمېنې په توګه غوره کړو . دشپاړلسمی پیړۍ په پای کې د تزاری روس پوځونه چین ته ورودانګل . په۱۶۸۹ کال کې د چینایانو او روسانو ترمنځ د نیبوچو دسرحدې پولو تړون لاسلیک شو . د ۱۶۴۴ تر ۱۹۱۲ کال د کینګ کورنۍ سلسلې رامنځته شوه . د کینګ امپراتور ي د بهرنیو او اروپایانو لاسوهنو په وجه ونړیده. چین مجبور شو د اروپایانو سوداګري قانون ومنې او له ډیرو سیمو څخه تیر شي . په ۱۹۱۲ کې چینایانو د مینګ کمزوري رژیم رنګ کړو او دچین جمهوریت علان یې کړو . له همدې سره د چین ورستې امپراتوري له منځه ولاړه . د جاپان جګړې او د کمونېستانو کورنې جګړې څخه ۳۷ کاله ورسته جمهوریت هم لمنځه ولاړ ل . د ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۹ کال د چین کورني جګړه له ولسپالو څخه کمونېستانو وګټله . ولسپال مجبور شول ټایوان ټاپو ته واړي .
۲ . د کمونېستي چین بنسټ او سیاست
په ۱۵۱۶ کال پورتګالیانو د چین په کنتون سیمه کې لومړني سوداګریزه اډه پرانیسته .
په ۱۹۰۰ کال کې د بکسرانو بغاوت هغه مهال پیل شو . کله چې د پیکنیګ ښار د شا او خوا په ځینو ولایتونو کې د اروپایانو څخه د نفرت لړي رامنځ ته شوه او دوی د پردي شیطانان په نوم ونومول . په ۱۹۰۶ کال کې په لومړي ځل د بادشاهې پر وړاندې پاڅون پیل شوو . په ۱۹۱۲ کال کې سون یت سین دچین جمهوریت اعلان وکړ .
په ۱۹۴۹کال کې د ماوسیتونګ په مشري کمونستانو په چین کې برۍ ترلاسه کړو او د دغې هیواد د خپلواکې او خپلواک سیاست بنسټ کیښودل شو . په ۱۹۵۹ کال ماوسیتونګ ولسمشر او ډنګسیاو پنګ مرستیال و ټاکل شول . د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د چین کورنې جګړې هم پای ته ورسیدي . په ۱۹۵۰ کال چین د پخوانې شوروي اتحادسره د ګډې همکاري یو تړون لاسلیک کړو .چین په خپل هیواد کې د شوروي اتحاد اقتصادي او اداري سېستم پلې کړو . د چین ولسي جمهوریت دولتي سېستم په اصل کې د پخوانې شوروي اتحاد د دولتي موډل پر بنسټ ولاړ دی .
په ۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ کالونو کې دستر کولتوري انقلاب پروپاګڼ پیل شول . په ۱۹۶۱ کال د نسبي ازادي سره په اقتصادي او ټولنیزه ژوند کې د کپیټالیستي یا پانګوالې ټوکې څرک را څرګند شول . دماوسیتونګ هیله دا وه چې دچین بې اختیاره خلک په خپله خپلې پېسې و ګټي، دهغه دا هیله نه پلې کیده . په ۱۹۶۰کال کې ماو د شوروي اتحاد خلاف دریز غوره کړو . د دواړو دولتونو اړیکې ترینګلې شوي . ماو د خپل ځای ناستي ولسمشر لویی شویوګای یې شوروي اتحاد ته دجاسوس او ملي خاین په نوم ونوماوه . ماوسیتونګ د شانګهای ښار څخه د ولسمشر پر وړاندې سورګارد سمبال کړو، پوځ له دغي خپلمنځي کړکیچ څخه ځان لری وساتلو . په ۱۹۴۹ کال کې کله چې د چین ولسي جمهوریت د ماوسیټونګ له خوا رامنځته شو، په نړیوالو چارو کې کوم اغیزمن هیواد نه وه .د چین بهرنې سیاست په انزواه کې و . د چین اړیکې د امریکې متحده ایالاتو اود خپل مخکښ هیواد پخوانې شوروي اتحاد سره وشکیدی . ماوسیټونګ غوښتل چې پر خپل مټ ولسي جمهوریت ته یو ستر بدلون ورکړي . دی په دې باور وه چې سم کمونیزم ته یوه نوي لاره هواره کړي . په دغه سمه لار کې د ۷۰۰ میلیونه څخه ډیر انسانان په ډیره بې رحمي، بربریت او ظلم سره ووژل شول . په ۱۹۷۸ کال کې کله چې ماوسیټونګ ومړ لاره بدله شوه . اقتصاد ي ریفورمونه رامنځته شول . په بهرنی سیاست کې بدلون راغې . دغه بهیر بیا ترننه نه دی بشپړشوي . دچین په دی ورستیو کالونو کې یو خاص بدلون تر سترګوکیږي . ورسره د دغې کمونېستي دولت اقتصادي پرمختګونه دبهرنیو هیوادو له خوا په ډیر ځیر سره څارل کیږي .
چین په بهرنې سیاست کې د امنیت شورا دایمې غړې او دخپل ویتو حق یا رښته سره دغه نړیوال لوی اټومي ځواک په نړیوالو اړیکو باندې ستره اغیزه لري . په قانونې توګه د سړې جګړې څخه ورسته یواځې ملګرې ملتونه یو نړیوال ځواک بلل کیږي . د چین دا ورستي پرمختګونه ټول داسي مانا ورکوي چې دغه هیواد دامریکې متحده ایالاتو سیال ګرځیدلې دی . په بله وینا د امریکې متحده ایالات لا د نړۍ یواځنې زبرځواک هیواد دی ، داسي ښکاري چې د امریکا د زبرځواکۍ وخت ډیر لږ پاتې دی . چین ځان د امریکې ځای ناستي بولې . دلته ډیري پوښتني راولاړلیږي . ایا چین په ریښتیا سره ځان دامریکې کچې ته رسولې دی . چین به په ریښتیا سره راتلونکې نړیوال زبرځواک شي . ایا داشونې ده چې چین د نړیوال زبرځواک متحده ایالات ځای ناستي شي .ایا داحالت به نړۍ څو قطبې او یا بیا دوه قطبې کړي . څنګه دغه هیواد په دومره چټکه سره پرمختګ وکړه او څنګه دغه هیواد پس له دومره انزوا څخه په نړیواله کچه په نړیوالو اړیکو کې دومره ځواکمن فکتور شو ؟ د چین موضوع هېڅ کله دومره توده نه وه لکه نن ، نږدې هره ورځ دغه هیواد په رسنیو کې مطرح کیږي او عتبار یې نوره ډیرریږي .
په ۱۹۸۰ کالونو کې دچین ریفورمګر ، نوښت ګر او د چیني کمونیزم مهندس ډنګ سیاوپنګ ويلې وو، چې دا مومهم نه ده چې پشه توره ده که سپینه، مومهمه دا ده چې هغه موږک ونیسي .هغه ویل ، چینایان اجازه لري ماړه او ښه شتمن اوسا ژوند ولري، تر څو چې دوی په سیاسي ډګر کې د ګوند په ډول او خبره ګدیږي . ماو سیتونګ د ډنګسیاوپنګ سره په دغه خبره ستر اختلاف پیدا شو. دهغه خبره د چین اوږده لار کمونېستي دولت او له کپیټالیستي اقتصادي میتودنو سره په تضاد کې وه . په بله وینا تولید له ایډیالوجې څخه مهم دی . ډنګسیاوپنګ په دې باور وه چې دا لار د هغه ولس ته خورا موهمه لار ده چې اقتصاد ښه چلیږي .نور ټول شیان حتا کمونېستي ایډیالوجۍ په دوهمه کچه کې راځي .د ډنګسیاوپنګ دافکر دهغه استاد ماوسیتونګ ایدیالوجي سره مطلق په تضاد کې وو . دماوسیتونګ په کولتوري انقلاب کې اقتصاد لمنځه ولاړلو، د ماوسیتونګ ایډیالوجې په لار کې په میلیونونه چینایان ووزل شول .
یو ۶۰ کلن چینایي وایې، که دموږ اقتصادي وادې ته وکتل شي، سړی کړي شي ووايي ،چې دا له پخوا څخه سوسیالیزم نه وه . داسي ده لکه چې سړی د پسه غوښه پلوري خو په حقیقت کې د سپی غوښه خرسوي . دا هیواد کله کله له ولسواکې څخه خبري کوي خو دلته ولسواکې اصلأ نشته . د چین د بشر په رښتونه او ولسواکې کې هېڅ ډول بدلون نه راځي . دلته خلک په زندانو کې اچول کیږي، ځکه دوی د ګوند سره هم فکره نه دي . اخبارونه،ټلویزیونونه،انټرنیټ، ډلیزه رسنۍ په ډیره جدي توګه سانسور کیږي . جګپوړي چارواکې ، کدرونه،لوړ دولتي سیاسي پوستونه ټول انتصابي دي . کمونیست ګوند د مارکیټینګ او اقتصادي ودې سره پرخپل واک ټینګ ولاړ دی .
ډنګسیاوپنګ د ګوند په لومړنیو ورځو کې د کمونیزم یو سرسخته سرتیرې وواو پر خپل ټولواکې ټینګ ولاړ وه . دی یو له هغه شمیر کسانو څخه وچې د اوږد مارش څخه ژوندی پاتي شوی وو . دا اوږد مارش د کمونېستانو تېښته د چینایې نېشنلستانو څخه وه . د سلو زرو څخه لس زرو سرتیري ژوندي پاتې شوي وو . دنګ سیاوپنګ د شپاړلس کلنو ځوانانو په یو ګروپ کې د زده کړو لپاره فرانسي ته ولیږدول شو. چې چینایان په فرانسه کې فرانسوي کپیټالیستي میتودونه زده کړي . دزده کړې پروګرام ته د چین له خوا نوره پیسې ونه استول شوي . دنګ سیاوپنګ مجبور شو د فرانسي په فابریکو کې په ډیرو ناوړو حالاتو کې پیسې وګټي . دی بیا په فرانسه کې دفرانسي دکمونیست ګوند غړي شو.له یو کپیټالیست څخه یوسرسخت کمونیست جوړ شو . دنګسیاوپنګ د چین ددولتي کپیټالیزم موهندس دی . ډنګسیاوپنګ بیا پر تبت باندې د چینایانو د پوځې یرغل مسوول دی . د ده تر مشري لاندې تبت په پوځې زوراو ځواک سره ونیول شو .
۳ .د چین جمهوریت ملي ګانګرس سېستم
چین یو ګوندیزه سېستم لري،سوسیالیستي اقتصاد او دولتي سېستم د چین په اساسي قانون کې تصویب شوي دي . دچین جمهوریت د دولت عالي اروګان ملي ولسي کانګرس یا ولسي جرګه ده . ولسي جرګه ولسمشر،دولتي شورا یا حکومت،ولسي ستره محکمه، د پوځ مرکزي کمېسیون او لوی څارنوال ټاکې . دولسي جرګي ټاکني د یو دایمي کمېتي له خوا ترسره کیږي . ولسي جرګه د پنځو کالو لپاره ټاکل کیږي . هر کال یوځل ملي ولسي جرګه جلسه کوي .
دچین ملي ولسي کانګرس د سیاسي واک او د چینایې دولتي فورم یواورګان دی . ملي کانګرس تر ټولو اورګانونو څخه په ملي او سیمه یزه کچه د واک لوړ اورګان دی . چین به دسوسیالیزم په لاره کې کلک وفادار پاتي شي ،لومړۍ وزیر وین جین تاوه یوځل بیا دچین ولسي کانګریس ته د وینا پر مهال وویل . په بله مانا کمونېست ګوند په هېڅ وجه نه غواړي واک له لاسه ورکړي . له بل پلوه کپیټالیزم په چین کې ځلیږي او داحالت چینایانو ته یو نورمال ژوند ګرځیدلي دی .
۴ . د چین د کورنې سیاست وده او بڼه
د چین ولسي جمهوریت یو سوسیالیستي هیواد دی . دچین ولس د یو ولسواکه دیکټاتوري سېستم له لارې او د چین د کمونېست ګوند تر مشري لاندې اداره کیږي او رسمآ یو لامذهبه دولت دی .
دچین هیواد له ۱۴ ګاوندي هیوادو سره ۲۲۰۰۰ کیلومتره سرحد ي پولې لري ۱۸۰۰ کیلومتره سمندر لارلري . ماوسیتونګ په دې اند وو، چې یوځواکمن هیواد ډیر و وګړو ته اړتیا لري . دالړي تر هغه دوام درلوده تر څو چې چین د لوږي له ستر ناورین سره مخامخ شو . په ۱۹۷۳ کال کې په کورنۍ کې د یو ماشوم قانون رامنځته شو . له همدې قانون سره د چینایی وګړو د بې شمیره زیګون مخه نیول شوه .
د ډنګسیاوپنګ له خوا سیاسي ریفورمونه پلې شول چې په پایله کې د چین اقتصادي وده رامنځه ته شوه .
دچین اقتصادي سېستم دوکاله ورسته د ماوسیتونګ له مرګ څخه د دنګسیاوپنګ د ریفورمونو تراغیزې لاندې په وده پیل وکړو . ده په پلان شوي اقتصاد کې ریفورمونه راوسته ترڅو اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي . ډنګسیاوپنګ په لومړۍ سر کې کمونېستي رژیم ته مشروعیت ورکړو او په چینایانو کې تللې اعتبار بیرته پر ځای کړو .
اقتصادي بدلونونه لومړۍ په کرنیزه اقتصاد کې پیل کړل .کرونګرو ته اجازه وه چې دځمکو د حاصلاتو یوه برخه چې د دولتي پلان له لارې ورکول شوي وي، په ازاد بازار کې وپلوري او پېسې یې په خپله و لګوي . په ۱۹۸۴ کال کې د چین دولت دغه ریفورمونه په صنعتي فابریکو کې هم پلې کړو. په ۱۹۹۲ کال کې دچین کمونېست ګوند په ۴۱ کلیزه کې دیو سوسیالیستي اقتصادي او ازاد مارکیټ ته موخه اعلان وکړو.
له سوسیالیستي پلان شوي اقتصاد څخه کپیټالیستي مډل خوا ته بدلون چې په څرګنده توګه د کمونېستي ایډیالوجې له ریښو سره په ټکر کې وه، لړی پیل شوه . دغې نوي کورس پر اقتصادي وده باندې ستره اغیزه وکړه . له همدې سره د بهرنیو پانګوالو مخه را وګرځول شوه او ورسره چینایې کارګرانو ته نوره واک هم ورپه برخه شو .
د پخوانې شوروي اتحاد د ړنګیدو څخه ورسته د لویدیځ کتونکې ، څیړونکې او سیاسي ډیپلوماټان په دې اند وو،چې د چین ولسي جمهوریت اود دوی کمونېست ګوندبه هم له همداسي یو برخلیک سره مخامخ شي .
الف . د تبت کړکېچ
چین د پنځوسموکالونو په پیل کې د هیمالایا شمال ته پروت تبت د یو خپلواک هیواد په څیرله پوځې لارې اشغال کړو .چینایایې کمونېستانو تبتیانو ته پر خپلو وعدو لکه د تبت سیاسي سېستم او کولتوري مذهبي هویت ته درنښت ، ونه دریدل . د دې پر ځای خپل ماویستي سېستم یې پر تبتیانووروتاپه . چین اوس تبت د خپلې خاورې یوه برخه ګڼې . په ۱۹۵۹ کال کې چین په تبت کې د امریکې په مالې مرسته بغاوت لمنځه یووړل .
د چینایانو د پوځي حضور پر وړاندې تبتیانو له ۱۹۵۹ کال څخه بې له کوم برۍ څخه خپله مبارزه پیل کړه ده . دالا ی لاما د تبتیانو ستر مذهبي مشر او په نړیوال کچه پیژندل شوي شخصیت هند ته کدوال شو. دا لای لاما په هند کې د عدمي تشد او دسولې لارې سمبول وګرځیدو او له همدې لارې ده د نیواګرو په وړاندې خپله مبارزه پیل کړه . د نوبل جایزی ګټونکې له ۱۹۸۹ څخه د تبت لپاره نه خپلواکې بلکې دیوې ریښتني اوټونومي په لټه کې دی . د چین حکومت د تبت مذهبي مشر دالای لاما تورنوي چې له چین څه د تبت د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي . خو دالای لاما وایي، دی د تبت لپار ه د زیاتې خودمختارۍ غوښتنه کړي .
ب .د ټایوان کړکیچ
ټایوان ختیز اسیایي ټاپو ۲۲ میلیونه وګړي او نږدي ۳۶۰۰۰ کیلومتره مساخت لري . ددغې هیواد وګړو ډیر ښه سوداګریزو ملت ته وده کړي . د چین د کورني جګړې په پای کې ولسپال چینایان ټول ټایوان ولاړل . له همدې امله ټایوان له چین سره په تل پاتي شخړو کې را ګیر دی . د پیکینګ کمونېست دولت ولسواک ټایوان ته د یو یاغې ولایت یا جمهوریت په څیر ګوري . ټایوان پخوا د پورتګال او هسيانیه مستعمره وه .د دوهمي نړیوالې جګړې تر پایه ټایوان د جاپان مستعمره وه . د ټایوان سړک د فورموز سړک په نامه هم یادیږي .دغه سړک کمونېستي ولسي جمهوریت له ولسواکه ټایوان څخه بیلوي . پیکینګ غواړي ټایوان د هانګ کانګ په څیر د اوټونومي نیمه خپلواکه مډل په څیر بیا خپل کړي . څومره چې چین ځواکمن کیږي هغمره امریکایانو ته ګرانیږي چې له ټایوان څخه دفاع کړي .
ت . په چین کې پاځونونه
په ۱۹۸۹ کال د جون میاشتي په څلورمه نیټه دپیکینګ د سولې په ډګر کې د ولسواکې غورځنګ په خونړي توګه د زرګونو سرتیرو او شوبلو داستولو پر مت لمنځه یووړل شول .اروپایي ټولنې او متحده ایالاتو پر چین باندې د وسلو پلورلو بندیز ولګاوه . له همدې ډګر څخه ماو سیتونګ په ۱۹۴۹ کال د اکتوبر میاشتي په لومړۍ نیټه دچین ولسي جمهوریت اعلان کړو . د تاینامین ډګر له پخوا نه دسیاسي واک یو ستر سمبول ګرځیدلې دی . چین یو ډیروګړیزه هیواد دی . د چین حکومت په چین هربیلتون غوښتونکې پاڅون په ډیر بې رحمه پوځې ځواک سره له منځه وړي .
۵ . چین څومره کمونېست اوکپیټالېست دی
کپیټالیزم په کمونېستي سېستم کې ددغې نوي دوه متضاد ډوله نړیوال اقتصادي سیاسي سېستم هیواد بیرغ رنګ سور لري او ځان سوسیالیست درپیږنې . سوسیالیستي سېستم د چین د ولسي جمهوریت بنستیزه سېستم دی . د هانګ کانګ له بندر څخه اروپا ته د چین نیمایې صادراتي توکې ادلون بدلون ترسره کیږي . له دغې ځای څخه په کال کې ۲۳ میلیونه کانټینره توکې وځې،دچین اقتصاد په ډیره چټکتیا سره په واده کې دی . صنعتي هیوادونه لکه المان کلنې اقتصادي وده ۲،۵ سلنې په کال کې ده ،دچین کلنې اقتصادي وده په دا ورستیو دیرشو کلو کې هر کال دنهو څخه تر دولسو سلنې پور ې وده کړي . د نړۍ ۷۰ په سلو کې د لوبو ټول سامان، ۶۰ سلنې باېسکلونه،له دریونه دوه برخې د عکاسیو کامري او له نیمایې نه ډیري دیجټلې کامري ، میکروویلي ، ډی وی دي ، بوټونه، نیمایې ټول کمپیوټرنونه او ګرځنده ټیلیفونونه ۴۰ سلنې ټول ټلویزیونه په چین کې جوړیږي . په همدې ورستي کال کې چین د المان فدرالې جمهوریت دموټرو جوړولو په صنعت او د صادراتو په برخه کې دریم ځای ته ولیږلو . همدا اوس دچین ولسي جمهوریت د نړۍ له پنځو لوی اقتصادي هیوادو څخه دی . پر همدې بنسټ کولې شو موږ نن چین دنړیوال کپیټالیږم یاپانګوالې نوې مرکز وګڼو .
چین اوس یو کپیټالستي ستر هیواد دی ،چینایانو ته سوسیالیستي سېستم لکه په پخواني شوروي اتحاد او په ختیزه اروپا کې یو ناکامه سېستم دی . چینایانو پانګوالي یا کپیټالیزم په خورا مهارت سره په پښو ودروه . یواځې کمونېستان باید د واک له انحصار څخه لاس په سر شي او ولسواکې ته لاره هواره کړي . ددې خبرې دثبوت لپاره چې دلته نه کمونېزم وه او نه ترننه دلته کمونېزم شتون درلود ، ثبوتونه ډیر دي .
چین نن په یو اقتصادي انقلابي پړو کې لکه انګلستان د اتلسمې پیړۍ په صنعتي انقلاب کې ولاړ دی .
کمونېست چین په دې ورستیو دوو لسیزوکې دیو ستر بې سارې کپیټالېستي انقلاب څخه راوځي . د دوی اقتصاد دشلو کالو د پخوا په پرتله نن لس ځله ډیر شوي دی . چین په اتیاومو کالونو کې په نړیوال اقتصاد کې هېڅ ډول رول نه درلود .نن دغه هیواد د نړۍ دریم سوداګریزه ځواک ګرځیدلي دی .
پوښتنه دا ده چې کمونېزم په چین کې چلیږي او که نه ؟ . د چین حکومت به دغې پوښتنی ته دهو ځواب ورکړي . په ۱۹۹۲ کال کې دچین حکومت خپل سېستم ته د سوسیالیستي اقتصاد نوم ورکړو .
ځنې په دې باور دي چې چینایي سوسیالیستي اقتصاد یو چټک کپیټالیږم دی . لاملونه یې داسي وړاندې کوي . په چین کې دولت اقتصاد کنټرولوي او کمونېست ګوند حکومت ته لارښونه کوي . په چینایي سوسیالېږم کې په ټولنیزه کچه ډیره بې عدالتي شته او د ولسواکې ډیر کمښتونه لري .
دولتي ملکیت پر تولیدي توکو باندې داسي معنا ورکوي لکه سوسیالیستي ټولنه . د سوسیالېزم پر ټکې باندې له پیل څخه په کارګري غورځنګونو کې اتفاق موجود نه وه او تر پوښتنو لاندې وو. کارل مارکس ،فریدریش انګلس او روزه لوګزامبورګ پر سوسیالیستي دولت باندې ګوتنیوکه کوله . دوی د دې مخالف وو چې سوسیالېږم پر دولتي حاکمیت باندې واوړي . دوی په دې باور وو چې سوسیالېږم په اصل کې د تولیداتو ولسواکیزه کولو په معنا دی او ورسره به یې ویل چې کارګره طبقه ځان بایدپه خپله ازاد کړي . په یوه سیاسي غورځنګ کې اکثریت باید د اکثریت په چوپړ کې وي .کپیټالیستي دولت باید په انقلابي مراحیلو کې ونړول شي . د ولسواکې په جوړښت کې باید کارګره طبقه رامنځته شي . سوسیالېږم بې له ولسواکې او ولسواکې بې له سوسیالېزمه نه شته ، روزه لوکزامبوګ لیکي .
په چین کې دولت لکه په دودیزه کپیټالېستي ټولنو کې د یوې خاصی کوچنې د چارواکو اومامورینو ډلې ترکنټرول لاندې دی . د دوی د واک مرکز د چین کمونېست ګوند دی .ګوند د دولت ټول اورګانونه او ادارې واحدونه کنټرولوي . مهمې ستراتجیکې پوښتني او د سیاسي چارواکو صلایت په دولت کې نه بلکې د ګوند په مرکزي کمیټه کې فیصله کیږي . د ګوند مشري دسیاسي بیرونهه کسیزه ډله کوي .
په دغه یو ګوندیزه دولت کې نه یواځې سیاسي کدرونه لکه جنرالان، ځواکمن دولتي مامورین د ګوند له لارې له یو بل سره تړلې دي ، بلکې د سترو کمپنیو مشران او خورا شتمن خلک سره یوځای شوي دي . د بیجینګ د ټولنپوهني اکاډمې د یوې سروي پر بنسټ دګوند ۹۵ میلیونه اکثریت غړي دچینایې ټولني خورا شتمن خلک دي . په چین کې یوه کوچنې ډله د دولت د سترو کمپنیو مشران او شخصي سوداګر د دولت پر ټولو شتمنیو باندې کنټرول لري .
دولتي اقتصاد په چین کې د هغي څه خلاف دي څه چې مارکس ویلي و، تولیدي توکې باید تولنیزه شي . په چین کې کارګر او عادي مامورین لکه په صنعتي لویدیځو هیوادو کې کارګره طبقه له تولیدي توکو له کنټرول څخه لري ساتل کیږي .که څه هم دوی په دولتي کارخانو کې کارکوي . د دوی استثمار یا زبیښل لمنځه نه ځي . فریدریس انګلس داسي وایې ،چې دولتي کول کپیټالېستي اړیکې لمنځه نه وري ،بلکې نور وده ورکوي . دا یو مهم تکې دی تر څو چې حاکمه طبقه په ملکیت کې لاس لري ،دولتي کول کپیټالیستي اړیکې لمنځه نه وړي یواځې د استثمار فورم بدلیږي .
له همدي امله چین له یو سوسیالیستي اقتصاد سره سرو کار نه لري . پوښتنه دا ده چې که چین سوسیالېست ندي بیا نو څه شي دی ؟
په اویاوموکالونو ډنګسیاوپنګ په ډاګه ویل ، دا هیواد به نړیوال مارکیت ته لاره خلاصه کړي . په بله وینا ، موهمه دا نه ده پلانیزه کول یا ازاداقتصاد جوړه ول ، اصلي خبره دا ده چې اقتصاد وده وکړي .
د چین داقتصاد موهمي برخې لا د دولت په واک کې دي .کمونېست ګوند یو کمېسیون د ادارې چارواو ددولتي ملکیت د کنټرول لپاره ټاکلې دی . د غه کمېسیون هرڅه څاري ،څه چې په دولتي کچه موهم دي . ورسره ووه کلیدي صنعتي ستري کمپني لکه د چین ټیلکام،هوایي چلند،پطرول او دسون نور ټوکي ، دموټرجوړولوصنعت،معلوماتي ټکنالوجۍ او د فولادو فابریکې . داټول ۵۱ سلني د چین د دولت په لاس کې باید وي ، چې ورته دولتي کپیټالیزم ویلي شو .په نورو کپیټالیستي صنعتي هیوادنوکې لکه فرانسه،المان انګلیستان هم د نړیوالي جګړي څخه ورسته د اقتصاد او دولتي ملکیت لوي برخې دولت په لاس کې لرلي .
کمونېست ګوند ډیر شمیر د ازاد اقتصاد ریفورمونه لو مړۍ په کرنه او بیا په صنعت کې پلې کړل .
په ټولیزه ټوګه د چین ټولنیزو اړیکو ته په کتو سره کړي شو ووایو ، په چین کې یو نوې ډول د دولتي کپیټالیزم یا پانګوالي سېستم رامنځته شوي دی .
لویدیځ دچین څخه دولسواکې تمه درلوده . په لویدیځ کې ډیر خلک په لیبراله اقتصادي ودې تیوري باندې باورلري چې ورسته له مسلسله اقتصادي ودې څخه یو هیواد ورو ورو ولسواکه کیږي او سره په منځنې طبقه کې پانګه وده کوي او دمنځې طبقې شمیره په خپله ورو ورو ډیریږي . دغه تیوري اوس رد شوي ده .په چین کې ګوندې واکمن او ځواکمن ړون اندې نه یواځې هود لري چې په واک کې پاتې شي بلکې دوی په ډیره هوښیاري سره د اقتصادي ودې لیبراله اغیزي پروړاندې سم اجرات ترسره کړي . په اتیاوموکالونو کې چینایې واکمونو د ولسواکه ریفورمونو په اړه خبرې اتري وکړي او یوه طرحه یې وړاندې کړه . په ۱۹۸۹ کال کې کله د پیکینګ دسولې په اسماني ډګر کې ډلیزه وژني ترسره شوي ، بیا تر نننه څوک په چین کې د سیاسي ریفورمونه په اړه خبري نه شي کولي .
په چین کې دخوار او شتمن چینایې ترمنځه واټن ځښت ډیر دی ، په تیره دغه توپیر بیاد کلیوالي او ښاري سیمو ترمنځه ډیر ښه لیدل کیږي . چین له همدې امله غواړي خپله چټکه اقتصادي وده لږ څه په ورو کړي . ډیر شتمن او ماړه خلک په شانګهاې او هانګ کانګ کې اوسي . د چین کلني پوځې مصارف اټکل دیرشو میلیاردو ډالرو ته رسیږي . چین د خپل ۲،۳ میلیونه وسلوال پوځ سره د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لري . دچین اټومي توغندې له ۴۰۰ څخه ډیر دي .
۶ . دراتلونکې نړیوال ځواک سیمه یزه او نړیوال اقتصادي سیاست
پرون له چین سره په نړیواله کچه ځښت ډیر تبعیضي چلند کیدو. نن چین د نړۍ په هرکونج کې شتون لري او نړۍ اوس د چین او دچینایانو دکار په اړه ډیر څه پوهیږي . چین د نړۍ ستر مارکیټ دی . په اسیا کې پر ټولو مارکیټونو باندې انحصار ي اغیزه لري . د چین صادراتي توکود دریمه نړۍ هیوادو فابریکي او بازارنو یې ټول وران کړي دي . په تیره بیاد اسیا لویه وچه د چین ترستراتیجیکې اقتصادي کنټړول لاندې ده .
چینایې توکې د لویدیځ په بازارونو کې لمبيږي . چین د ټولو اومو توکو یوه نه مړیدونکې تنده او لوږه لري . په تیره بیا تیلو ته ډیره اړتیا لري . چین په خپله د نړۍ دوه سلنې تیل لري . چین په میلیونو ډالر د قزاقستان، نایجریا،سودان ،اندونیزیا،وینزویلا او د کاناډا دتیلو په زیرمو کې پانګونه کړي ده . پر عراق باندې د متحده ایالاتو یرغل څخه مخکې چین هلته ډیر ه پانګه درلوده . اوس چین په ایران او سعودي عربو کې ډیر ه پانګونه کړي ده .
دچین کپیتالېست او کمونېست دولت د افغانستان سره په ختیز کې سرحدي پوله لري . چین د افغانستان له طبیعي زیرمو سره د نورو هیوادو په پرتله ډیره لېوالتیا لري، ځکه افغانستان د دوی نږدې ګاونډې هیواد دی . په ۲۰۰۷ کال کې چین وکولای شوای له روسیې ،امریکا، کاناډا او قزاقستان سره په مزایده کې د لوګر د مس عینک کان د استخراج امتیاز چې درې نیم میلیارده ډالره پانګونه په کې کېږي، ترلاسه کړي . چین په افغانستان کې ترټولو جدي پانګه کوونکی هیواد دی . سربېره پر دې چین د اقتصادي او سیاسي نفوذ له لارې په افغانستان کې د هند او پاکستان پر سیالۍ هم څارنه کوي . د چین د اقتصادي فعالیتونو پراختیا په افغانستان کې په تېره له منځنۍ او سویلي اسیا او منځني ختیځ سره ډیر ازښت لري . په تیربیا د افغانستان نښلول له دغو سیمو سره د چینایانو لپاره دسیمه یزه امنیتي او اقتصادي ستراتیجۍ یو مهم عنصر ګڼل کیږي . دتبتیانو او عیغوریانو سیمې د چین سیمه ایز امنیت د ټينګښت لپاره اندېښنې جوړې کړي دي . ځکه دعیغورو او تبتیانو بلتون غوښتونکې غورځنګونه په پټو مبارزو بوخت دي .
دچین نړیوال ځواک کیدل جاپان ته ستر کړکیچ رامنځته کړي دی . جاپان اوس منلې چې په اسیا کې جاپان لومړني اقتصادي او سیاسي ځواک نه دی . جاپان همداوس چین ته د ختیزو اسیایي هیوادو د ټولنې جوړولو وړاندیز کړی دی .
په نړۍ کې دوه له پنځو انسانانو څخه یو هندې او یو چینایي دي . که چین او هند د خپلو میلیاردو وګړو سره یو ستراتجیک تړون ته ورسیږي ، لویدیځ او امریکا به مجبور وی چې د دوی پښو ته سر ټیټ کړي . دغه دواړه هیوادونه په نړۍ کې د خپلو ډیرو فابریکو او مخ پر ودې ،پرمختللي لابراتوارنو، اقتصادي او پوځې ځواک له امله نه ماتیدونکې دولتونه دي . د ښامار او د فیل یوځای کیدل ناشونې بریښي ،چین او هند دسبا ورځې نړۍ او داومو ټوکو په سر دیو بل سیلان دي . چین په دې برخه کې د هند څخه لس کاله پرمختللې دی . هند لکه چین دنړیوال اقتصادي بحران ګټونکې دی . د IWF د سیروی له مخه ۸۰۰ میلیونه چینایان ۶۰۰ هندیان بې روزګاره دي . هند د خپل اقتصادي ودې چټکولو لپاره د خپلو ګاوندیانو سره سولې ته ډیره اړتیا لري . دغه سوله د امریکې متحده ایالات په ګټه هم ده. افغانستان او پاکستان د امریکې د بهرنې سیاست اجنډاپه مرکز کې شتون لري . دهند او چین اریکې لا ډیري کړکیچنې دي ، د دوی ترمنځ تل د پولې په سر اخ او دب رامنځته کیږي . د پیکینګ او اسلام اباد اتحاد د هند په سترګو کې یو ازغې دی . هند او پاکستان دیو بل تاریخې دښمنان دي . دا دښمنې هغه مهال نوره ترینګلې شوه کله چې په پاکستان کې ځانوژونکې ترهګر و روزنه ومیند او د هند د بمبي ښار په سوداګریزه سیمه کې بمي چاودنې ترسره کړي اود ۱۶۳ انسانانو څخه ژوند واخیست . هند له پاکستان دترهګر په وړاندې مبارزه کې د مشروطه همکاري اعلان کړي . هند په حقه سره د پاکستان ولسمشر زرداري په واک کې پاتې کیدل د نوموړي هیواد د کورنیو کړکیچنو حلاتو ته په کتو سره د شک په سترګه ګوري .
چین له ایران سره پراخ تجارتي اړیکي لري . چین د ایران له تیلو او نور زیرمو سره ډیره لېوالتیا لري . په همدې وجه چین د امنیت په شورا کې د ایران په وړاندې د یورانیمو په بډایه کولو کړکېچ کې د نوموړي هیواد پلوي کوي . چین د پاکستان په ګوادر بندر کې هم ډېره پانګونه کړې ،چین غواړي د هند سمندري لار لڼده کړي او د پاکستان له لارې د عربو خلیچ ته ځان نږدې کړي . چین کولاې شي د افغانستان له لارې دا دوه هېوادونه د خپل سینکیانګ له سیمې سره ونښلوي کړي.
دولسي جمهوریت سیاسي سېستم په اروپا کې دوه اړخیزه څیره لري . د چین ګوتنیونکې سیاست پوهان، خبریالان ،د بشرد حقوقو یا رښتونوفعالین د چین په سیاست کې دیو فولادي دیکتاتوري سوک چار وینې، د چین په دنننه کې ټول سیاسي،بشري نوښتونه اوخوځښتونه ځپې او په بهرنې سیاست کې بې له کومه پامه خپله ملي ستراتیجۍ پر نور هیوادو باندې مني .
۷ . د چین او امریکې سیاسي او اقتصادي اړیکې
امریکا او چین نن زموږ د نړۍ دوه خورا مهم زبرځواکه هیوادونه دي . چین مخکې له نړیوال پانګوالې سېستم څخه یو لوی اقتصادي ځواک وو .
د دوهمې نړیوالې جګړې په پاې کې د ختیز او لویدیځ دوه قطبې سېستمونه د نړۍ په سیاسي، اقتصادي چارو باندې رامنځته شول . ختیزبلاک د پخوانې شوروي اتحاد او لویدیځ بلاک د امریکا متحده ایالاتو په مشري لارښونه ورته کیده . د ۱۹۹۰ کال په پیل کې د شوروي اتحاد د لمنځه تللو سره د دوه قطبي سېستم پای رامنځته شو . یواځینې نړیوال زبرځواک د امریکې متحده ایالات د خپل پوځې او اقتصادي ځواک له امله پاتې شو . ورسره یو شمیر نور نړیوال ځواکونه شتون لري . دوی هڅه کوي چې څنګه دغه یو قطبي سېستم په مختلفو ډولونو باندې په دوه اویا څو قطبي سېستمومو باندې واړوي . دسارې په توګه نه یواځې دنه دولتي اسلامي بنسټپال ځواک فعالین بلکې سیمه یزه ځواکونه لکه اروپایي ټولنه،دولتي ځواکونه لکه روسیه او د چین ولسي جمهوریت یاده ولې شو . چین په ټولو ځواکونو کې دغې موخې یعني نړیوال ځواک ته د رسیدو ډیر نږدي شوي دی . راتلونکې نړیوال زبر ځواک ؟ ، دغه پوښتنه د پام وړ ده . نړیوال له دوه قطبي سېستمونو څخه ناوړه او زړه بګنوونکې تجربي لري . په میلیونه انسانان د دوی په سیاليو کې لمنځه تللي دي .
په نږدې راتلونکې کې به دامریکې اوچین ترمنځ پوځې جګړه پیل نشي خو د دوی ترمنځه اقتصادي جګړه د سړې جګړې په څیر پیل شوي ده . دغه دواړه هیوادونه یواځې د خپل اقتصاد د سمبالښت ،سمیورتیا او ګټې په اړه فکر کوي . دواړه خواوې د اوسنیو خوراپیچلي حالاتو په وړاندې د نړیوال بحراني اقتصادي حالات او دنړۍ اقتصاد پرمختیا یي لارو چارو دبدلون ، جوړښت او ښوالي په اړه هېڅ فکر نه کوي . د بارک اوباما حکومت د رامنځ ته کیدو سره د چین او امریکې سیاسي، پوځې او اقتصادي اړیکې له هغه مهاله ډیرې کړکیچینې شوې ، کله چې پنتاګوڼ ټایوان ته د ۶،۴ میلیارده ډالرو پوځې تجهزات پلورلو اعلان وکړ .ورسره د بارک اوباما له خوا په تبت کې دچینایي د حکومت څخه د بشر د رښتونو درناوې غوښتنه وشوه . چین په پیکینګ کې د امریکې سفارت ته د یو لیک استولو له لارې د سپیني ماڼي دغه پریکړه وغندله او ان د دواړو هیوادو دسیاسي اقتصادي اړیکو د بریکون ګواښ یې په کې وکړو . چین ټایوان ته دامریکې د وسلو پلورل پلان د خپل ملي امنیت لپاره یو سترګواښ او په سیمه کې د امریکې پوځې اغیزه په ډیریدو ویني . له همدې امله په چین کې امریکایي ضد احساسات په ډیریدو دي . دچین حکومت او د چینایانو غبرګون هېڅ کله دومره شدید نه وه . دبیلګې په څیر په ۱۹۹۹ کال کې د چین سفارت په پخواني یوګوسلاویا کې د امریکايي جیټ الواتکو له خوا بمباري شو . چینایانو د امریکې بښنه او د سفارت تاوان یي و مانه . چین اوس ټایوان ته د امریکې وسلو پلورلو په اړه ډیر ټینګ غبرګون ښودلي دی . د چین د وسله وال پوځ لوی درستیز وویل ، چین د امریکې هرډول پوځې ګواښ ته چمتووالي لري .
چین پرنړیوال مالې اقتصاد او سیاست باندې ستره اغیزه لري .د ډالر برخلیک د چینایانو په لاس کې دی،
څومره چې امریکا په یوقطبېزم باندې ټینګه ولاړه وي هغمره چین ته اسانه ده ،د خپل اقتصادي ودې له لاري په نړیوال سیاست کې له هند، روسې، سویلې امریکا او افریقا کې ځانه ته متحدین او یو اتحاد رامنځته کړي .
چین کولې شي چې د ین بیه لوړه کړي ، د چین حکومت هڅه کوي چې د چین رسمي کرنسي ین بیه قصدآ ټیټه وساتي ، تر څو چې په نړیوال مارکیټ کې د دوی مالونه ښه و پلورل شي . تر ۲۰۰۵ کال ین د امریکې ډالرو پوري تړلې کرنسي وه . چین ا مریکې ته تر ټولو ډیر لوی پورورکونکې هیواد دی .
فرانسوي اقتصادپوه جان فرانسیو سوسبیله کتاب ،، چین او امریکا دا پروګرام شوي جګړه،، په نوم دی، دی لیکي ،چین به د امریکې سیال په څیر ډیر ژر راڅرګندشي . په کتاب کې د امریکې او چین په اړه یوه ډیره ښه په زړه پورې څیړنه شوي ده .
دالمانې لیکوال ولفګنګ هیرندکتاب ،،یرغل پر اسیا،، په نوم دی، دی د لودیدیځ دلمنځه تللو لاملونه نه یواځي د چین په نوي رامنځته کیدونکې ځواک کې بلکې دبرازیل، هند او روس په پښودریدلو کې هم ویني . د هغه څیړنې اروپایان د اروپا د راتلونکې په اړه ډیر اندیښمن کړي دي .
همدااوس د المان فدرالي جمهوریت ولسمشر د ریښتیا په ویلو سره له خپلي دندي څخه استعفا ته مجبور کړل شو . کله چې هغه په افغانستان کې د ناټو ترمشري لاندې د خپل هیواد پوځي یرغل د المان هیواد د اقتصادي ګټو ساتنه وبلله . نوموړی ويلي وه چي د المان غوندي يوهيوادته چي بهرنۍ سوداګري يې د اقتصاد لويه برخه جوړوي اړینه ده چي د خپلو اقتصادي ګټو په وجه خپل سرتيري په جګړیزو دنده وګماري . ښاغلي هروست کوهلر پخوا د نړیوا ل بانک یو تجربه لرونکې مشر وو . ولسمشر پوهیدو چې دی د المان داساسي قانون پربنسټ په سیاست کې لاسوهنه ونشي کولاي . سربیره پردي ده د المان لپاره خبري وکړي ، خوپه اصل کې ولسمشر د امریکې په مشري د ناټوځواکونو جګړو ته په افغانستان کې اشاره وکړه .
په ۲۰۰۱ کال د امریکا متحده ایالاتو د خپلو ناټو تړون ملګروسره په افغانستان کې د ترهګرۍ پروړاندې د جګړې ترنامه لاندې پوځې یرغل وکړو ،د یوې پلمې په توګه دخپلو پټو سیاسي،اقتصادي او پوخې موخو لپاره داسیا زړه افغانستان ونیو . په اصل کې دوی دخپلو جیوستراتیجکۍ، جیوایکونومکۍ موخو لپاره
د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې له نامه څخه د یوې پلمې په توگه کار واخیست چې تر دغه نامه لاندې په سیمه کې د ناټو او د امریکا د متحده ایالاتو پوځي ماشین جوړ او خپل ناپایه او نا څرگنده پوځې، سیاسي او اقتصادي پایښت ژوندي وساتي . امریکې د ناټو په مشرې په ټولې منځنۍ او ختیزې آسیا کې پوځي اډي د همدې موخو لپاره جوړ کړي دي . امریکا هڅه کوي د چین ،هند او روس په پرتله نوموړي سیمي په خپل کنټرول کې ولري . که داسي ونه کړي امریکا او لویدیځ نوره په اسیا کې پښه نه شي ایښودلي . دامریکې او ناټو امپریالیستي، هژمونیستي ،کولونیالیستي پوځونه د افغانستان اوله اسیا څخه دووتلو سره به د چین دولت هژمونېستي او امپریالیستي سیاست په سیمه او اسیا کې پراختیا ومومي ، ورسره به دنړیوال سیاست او د جګړو نومونه او بڼه به بدله شي .
۸ . لنډیز .
چینایان د لویدیځوالو لخوا ۱۵۰کلن رټل شوي دسرتیټوالې تاریخ نه ویره وي . د چین حکومت خپل هیواد ته لویدیځواله ولسواکې د یو نامعقول نظم او موډل په څیر رد وي . دچین کمونېست ګوندپه خپل انحصاري واک باندې ټینګ ولاړ دی . چین هېڅ ډول ناپیلې سیاسي کتونکې نه مني او منظم شوي سیاسي فعالین تل په چین کې ځپل کیږي . له همدې امله د چین ولسي جمهوریت یو مستبد او توریتی حکومتي سېستم دی .که څه هم له ۱۹۹۰ کالونو څخه تر اوسه په چین کې ژور بدلونونه په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې راغلې، چې د ماوسیتونګ له مهال سره نه پرتله کیږي .
نولسمه پیړۍ د انګریزنو وه،شلمه پیړۍ د امریکایانو ده ، یوویشتمه پیړۍ به په ریښتیاسره د چینایانو وي .
د ځینو پښتنو ځواب به د چین راتلونکې نړیوال سیاست ورکړي . لکه چین به د لویدیځ سره په دغه نوې نړیوا لتوب کې څنګه لوبه کوي ؟ د چین راتلونکې سیاسي او اقتصادي ځواک ستراتیجۍ به په څه ډول وي ؟ چین کوم ټوکې په لاس کې لري چې خپله اراده د یو زبرځواک په څیر په نړۍ کې پرته له پوځې ځواک څخه پلې کړي . چین به دنړیوال ځواک په ځیر څه ډول کرکتر ځان ته غوره کړي ؟ کمونېستي او کپټالیستي سېستم دیوې لنډې مودې پورې په چین کې چلیږي . په یوویشتمي پېړۍ کې د چین نړیوال ځواک کیدو سره به نړۍ په بنستیزه ډول بدلون ومومي . نوې نړۍ به څوقطبې وي ؟د نویو نړیوالو ځواکونو موخې به همداسي یواځې دپوځې ځواک، زبښاک او برلاسي جګړي وي او یا د ټولې نړۍ د وګړولپاره اوسا او سولمن ژوند لپاره کار کول وي ؟. له چین څخه دا بې مخه بې سټه زیړ ښامار په سیمه ایزه او نړیواله کچه موږ ټولو ته ډار په کار دی .
پای