ولسمشرکرزى نن (چهارشنبه) په يو رسمي سفرجاپان ته ولاړ.
دولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشرکرزى به ددغه سفرپه ترڅ کې دنوموړې هيواد دامپراطور،لومړي وزير اويوشميرنورو لوړپوړو چارواکوسره ليدل کتل وکړي.
خبرپاڼه زياتوي په دغه ليدنه کې به په بيلابيلوبرخوکې د دواړو هيوادونو په همکارۍ خبرې وشي .
تمه ده ولسمشرکرزى په جاپان کې دنړيوالوچارو په انسټيټوټ کې دسيمې داوسني حالات په اړه هم خبرې وکړي