دفرانس پریس خبری اژانس د راپور پر اساس ویل شوی چی په منځني ختيځ کي د امریکا د متحده ایالاتو دمرکزی قوماندی مشر جنرال ډیویډ پیټریوس چی د افغانستان او عراق جګړې د څارنې دنده وردغاړی ده، نن یو ناڅاپه هغه مهال بې هوښه سو، چی دافغانستان د روانې سختې جګړې په اړه یې د امریکا دسنا مجلس دغړیو پوښتنو ته ځوابونه ویل. خبرزیاتوی جنرال پیټریوس ترنیم ساعته پورې بیسده وو . وروسته یې دخپلې کمزورۍ دپټولو په موخه پلمه وکړه او ووې ویل، چی د غونډې تر پیل دمخه یې کافي اندازه خوراک او څښاک نه وو کړی.