کور / تازه خبرونه / دوه نور انګرېزان ووژل سوي، مړي يې دوه کم ٣٠٠ ته وختل

دوه نور انګرېزان ووژل سوي، مړي يې دوه کم ٣٠٠ ته وختل

د برتانيې د دفاع وزارت په افغانستان کي د دوو نورو عسکرو د مړيني خبر ورکړ.
د دفاع وزارت وايي دواړه عسکر يې د هلمند ولايت په نادعلي ولسوالي کي د ګزمې پر مهال د طالبانو په ډزو وژل سوي دي.
په افغانستان کي له ٢٠٠١ کال راهيسي د برتانيې د مړو پوځيانو شمېر ٢٩٨ ته ورسېدئ.
برتانيه په افغانستان کي ٩٥٠٠ عسکر لري چي ډېرى يې په هلمند ولايت کي مېشت دي.