د کندهار ولايتي مقامات وايي د ارغنداو ولسوال عبدالجبار د خپل زوى او څو ساتونکو سره د موټر بم په يوه چاودنه کي ووژل سو.
چاودنه د کندهار ښار په منځ مدد خان څلور لاري ته څرمه د لويي والي پر سړک باندي سوې، چي څو نورو لارويانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې ده.
په کندهار کي د امريکايانو د تصفيوي عملياتو د تودو آوازو سره د طالبانو حملې هم ګرمي سوي دي او نيژدې هره ورځ يا چاودني، ځانمرګي بريدونه او د دولتي ادارو کارکوونکي ترورېږي.
نن سهار د کندهار په څلورمه ناحيه کي يو پوليس هم وژل سوئ وو او همدا راز تېره شپه د ښار پر يوه امنيتي پوسته وسله واله حمله سوې وه.