کور / شعر / بې وسي

بې وسي

بې وسي
زه چي سهار له خوبه پاڅيږمه
د شپې مي دومره وي ژړلي ګراني
چي د دفتر همكاران وايي راته
نقيبه بيا دي سترګي سرې ښكاريږي
خداى دي كي خير ياره څه سوي نه وي
بيا
څوك راته ډاډ راكوي
د حوصلې راته غوښتنه كوي

— ——

خوګراني زه نو دلته څه ووايم
نه
څه ويلاى نه سم
زه خو يو خوار او يو بې وسه انسان
د هر سهار تر لمانځه راوروسته
هغه قبرو ته ورځم
ستا وه يادو ته ورځم
ستا خړي سترګي او ښايسته مخ دي
زما په ذهين كي تصوير جوړ كړ ي
غجيبه نه ده ګراني دا خبره
شور زيږوي راته سرور جوړ كړي
اكثره وخت بيا پر دابل مخ واوړي
مينه كي هيره
هر څه هيره كاندي
راته سور اور جوړ كي تنور جوړ كړي

——–

نو ګراني تاته په ښكاره نن داخبره كوم
برايي نيمه شپه كي
مي تاته شعر ليكه
چي مي ناپامه هغه تيت څراغ ته
سترګي ورواوښتلې
چي ورته ځير سومه
نژدې ورغلم
پكښي مي وليدې ستا خړي سترګي
او هغه خړ انځور
چي مي دا خپلي شونډي
ښه ور نيژدې كړې ګراني
ښكل مي كړلې
شونډان مي وسوځيدل
اوس چي خبري كوم
اوس چي ستا نوم اخلمه
راته ژړا راسي
او وژاړمه
زما د مور په وينا
زما پر نازكو شونډو
چي مي له سترګو څخه اوښكي راسي
شونډان مي سوى وكړي
دا داسي سوى وي
چي پكښي خوند پروت وي
لذت پروت و