دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع مرستيال وزير وايي چې دتوندلارووسله والو پرضد په عملياتو کې دښوزدکړو دور کولو په موخه نېژدې سل امريکا يي پوځيان پاکستان کې په کار بوخت دي . دوىپاکستاني پوځ ته دوسله والو طالبانو او القاعده په خلاف زدکړي ورکوي او آن تردې چې دپوځي څرخي الوتکو ټريننګ او په هغوى باندي نخښه ويشتل هم پکښي شامل دي ، دامريکايي پوځيانو دغه مرسته دهغو 75 کروړه ډالرو په چوکاټ کې ده چې دترهه ګري خلاف جګړه کې پاکستان ته ورکول شوي دي . داخبري ددفاع مرستيال وزير په واشنګټن کې خبريالانو ته وکړې .