کور / سپورټي / فټبال: د جون د ١٣ – مي د لوبو حال

فټبال: د جون د ١٣ – مي د لوبو حال

د فټبال د نړۍ والو مسابقو په دريمه ورځ د جون پر ١٣ – مه هم درې لوبي ترسره سوې چي د سلوانيا، ګانا او جرمني هيوادونو په ګټه پاى ته ورسېدې.
لومړۍ لوبه د سلوانيا او الجيريا يا الجزاير ترمنځ وسوه، چي سلوانيا يو د صفر په مقابل کي له الجيريا څخه وګټله.
دوهمه لوبه د ګانا او او سربيا ترمنځ وه، چي هغه هم يو د صفر په وړاندي د ګانا هيواد وګټله.
دريمه لوبه د جرمني او اسټراليا ترمنځ وسوه، چي د دې کال د ورلډ کپ د نورو مسابقو په پرتله تر ټولو ډېر ګولونه پکښي ووهل سول. جرمني اسټراليا ته څلور ګولونه ورکړل، خو په مقابل کي اسټراليا حتى د يوه ګول پر لګېدلو هم ونه توانېده.
ټاکل سوې ده چي نن د جون پر ١٣ – مه د افغانستان د ماپښين پر څلور بجې د نيدرلنډ او ډنمارک، ماښام شپږ بجې د جاپان او کاميرون او د شې پر ١١ بجې د اېټاليا او پراګواى ترمنځ لوبي ترسره سي.
په نننۍ لوبوکي وروستۍ ځکه په زړه پوري ده، چي اېټاليا د ٢٠٠٦ کال د نړۍ والو مسابقو اتل دئ او وبه کتل سي چي سږکال تر کومه ځايه ځان رسوي.