کور / تازه خبرونه / قاري يوسف:په هلمند کي د ۷کلن هلک اعدام پروپاګنډ دی

قاري يوسف:په هلمند کي د ۷کلن هلک اعدام پروپاګنډ دی

طالبان وياند قاري يوسف لراوبر ته د رالېږلي خبرپاڼي په ترڅ کي هغه اوازې په کلکه رد کړي دي چي ګواکي ددوی کسانو د هلمند په څاروان کلا کي يو ۷ کلن هلک د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی ، په دې اړه لراوبر ته رارسېدلې خبرپاڼه کټ مټ وړاندي کوو :


 په سنګین کې داوه کلن هلک داعدام داوازې په اړه دقاري محمدیوسف احمدي مطبوعاتي څرګندونې:


څوورځې وړاندې دهلمند ولایت  دګواډګۍ حکومتي ادارې په نمایندګۍ یوه تن ( داود احمدي ) رسنیوته وویل چې دده په وینا طالبانو دهمدې ولایت دسنګین په ولسوالۍ کې یواوه کلن  ماشوم دجاسوسۍ په تور په دار ځړولی دی ، نوموړي حکومتي ویانددخپلې دې درنې ادعا  دثابتولو لپاره هیڅ لاسوند او ثبوت نه درلود او یوازې یې دخپلو نامعلومو منابعوپه معلوماتو حواله ورکوله ، خوله دې ټولې ناڅرګندتیا سره سره یوزیات شمیر رسنیو دغه  دروغجن خبر په پوره آب و تاب راواخیست او ځینې خو یې حتی تراوسه لا شاربي .
دافغانستان داسلامي امارت مشرتابه چې کله دغه بوږنوونکي اوازه واوریدله نوله سیمیزو مسؤلینو سره یي تماس ونیو دغه رازیې دموضوع دسپيناوي لپاره دسیمې له خلکو نه معلومات وغوښتل خوپه تیرو څو ورځو کې دټولو هڅو اوپلټنوسره سره دسنګین اوشاوخوا ولسوالیو په ټولو سیمو کې هیڅ داسې کوم مورد ونه موندل شو چې ددغې اوازې په رښتیاوالي ګواهي ورکړي   ،کومه سیمه چې دښمن یې په اړه داعدام خبره کوله ساروان کلا نومیږي چې دکجکي او سنګین ترمابین دیوې درې په شکل غځیدلې  داسیمه په بشپړه توګه دمجاهدینو په ولکه کې ده او دامارت لخوا دقضاء او نورو ملکي تشکیلاتو په شمول یوه مسؤله اداره په کې په  فعالیت ګمارل شوې ده  چې ټولو ورځنیو پيښیدونکو قضایاوواو جنجالونو ته شرعي حل لارې لټوي  ، داسلامي امارت  ترچتر لاندې دغه ډول محلي محاکم په دې مامور شوي چې داعدام هیڅ حکم دمشرتابه  اویاهم دولایت دعمومي قاضی له خبرولو اوهدایت اخستلوپرته نه شي عملي کولای ، بله داچې دساروان کلا سیمه چې له تیرو څوکلونو راهیسي   دمجاهدینو ترواک لاندې راغلې بیا په کې بیخي امن دی اوددښمن له خوا هیڅ کوم داسې بریدپه کې  نه دی شوی چې هغه دې دچاپه جاسوسي دلالت وکړي ، داټول واقعیتونه  په روښانه ثابتوي چې ددښمن ادعا ترکومه حده دروغ او بیځایه  وه .
داچې دښمن دجګړې په ډګر کې له شرمیدلې ماتې او بیوسۍ وروسته اوس ټوله توجه په تبلیغاتي جنګ او دروغ پرانۍ متمرکزه کړې کومه نوې اوتراټکل پورته خبره ورته نه شو ویلای مګر ددتعجب ځای دادی چې زمونږ ژورنالیستان او مطبوعات چې ځانونه دټولنې سترګې بولي ولې تردې حده له دقته خلاص دي چې ددښمن هرډول نګه دروغ ورته واقعیت ښکاري او په اړه یي په ورځو ورځو بحثونه کوي خوپه ځواب کې یی زموږ خبر ه نه اخلی،داچې په ساروان کلا کې نه کوم حکومتي خبریال شته اونه ازاد اونه هم سیمیزو خلکو تراوسه په سترګو لیدلي چې اوه کلن ماشوم دې  اعدام شوی وي دې حالت ته په پام سره  نه پوهیږو چې دغه ډله مطبوعاتیان به خپله راپورته کړې هنګامه په کوم ډول توجیه کوي .
څرنګه چې اوس دشمن په منظمه توګه هڅه کوي دهغو سیموپه اړه ناسمې اوازې خپرې کړې چې داسلامي امارت ترسلطې لاندې دي  ژورنالیستان باید ورته ترپخوا ډیرویښ او بیدار وي ددوی دابهانه چې په سیمه کې ژورنالیستان نشته نویوازې دې په حکومتي ادعا اکتفاء وشي په هیڅ وجه دوی دخدای ، اولس او خپل وجدان په وړاندې له ملامتیا نه شي خلاصولای  ددروغو خپرول به یوازې دهمدې سیمو داوسیدونکو افغانانوپه وړاندې ددوی اعتبار کم کړي نور به  هیڅ نتیجه ونلري .

داسلامي امارت ویاند قاري محمدیوسف احمدي