يو تن ماشوم د کندهار ولايت د عينو مېني څخه د تښتوونکو له لوري تښتول سوئ نوموړئ ماشوم لومړى د تښتوونکو نشه کړئ او بيا يې په يوه موټر کښي د کندهار څخه کابل ته د تښتي په نيت سپور کړئ چي د زابل ولايت ته په رسېدو سره نوموړئ ماشوم د نشې د حالت څخه وتلئ او د تښتوونکو له منګولو يې ځان خلاص کړئ ،د زابل ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار د پيښي پخلى کړئ او وايي چي ماشوم د پوليسو په لاس کښي دئ او خپلو قريبانو ته به وسپارل سي نوموړئ وايي چي د پيښې په اړه يې څوک نه دي نيولي او په اړه يې پلټني رواني دي.
د يادوني وړ ده چي نن ورځ په ټوله نړۍ كښي د كارګرو ماشومانو نړيواله ورځ ده چي موخه يې د هغو ماشومانو څخه چي عمرونه يې تر ۱۸ كالو كم وي دفاع او پر زده كړو او نورو اړوند لارو چارو پر برابرولو خبري اتري كېږي خو په افغانستان كښي د ماشومانو حالت ورځ تر بلي خراپيږي.