نن سهار ١١ بجې د کندهار ښار په زړه چهار سو کښي يو پوليس د نامعلومو وسلوالو کسانو له لوري لومړى په ډزو ووژل سو ، د کندهار ښار د امنيت د آمر مرستيال محمد شاه خان وايي چي نوموړئ پوليس د رخصت دپاره کور ته تللئ ؤ او د رخصت تر پوره کېدو وروسته و خپلي وظيفې ته د تګ په وخت کښي ويشتل سوئ او وژل سوى دئ. څو ورځي مخ کي هم په نومړي څلور لاري کښي يو کس يو پوليس په چاړه ووهي او نښته رامنځ ته سوه چي په پايله کښي بريد کوونکئ او پوليس دواړه ووژل .