څـــــــــــرګنــــــــــــــــــدونـــــــــــــــــــي
درنو او پتمنو هېواد والو !
اسلام علیکم !
د افغانستان اساسي قانون د هېواد ټولو ماشومانو ته حق ورکړی دی چې په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړی او د همدې قانون له مخې د افغانستان جمهوری دولت دنده لری تر څو د هېوادماشومانو ته په خپلو مورنیو ژبو د زده کړې لارې اوارې کړي .دا په یوه ولسواکه ټولنه کې د هر ماشوم حق دی چې ژبې ته یې په درنه سترګه وکتل شي او له نورو ژبو سره برابر حق ورکړ شي .
کابل د افغانستان پلازمینه او داسې یو ښار دی چې په هغه کې نیژدې څلور ملیونه پښتانه هزاره، تاجک ، ازبک او نورو وروڼه قومونه میشت دی . دا خلک حق لری چې د قانون په وړاندې مساوی وي او هیڅوک د بل چا په حق تیری و نه کړي .
دا چې د افغانستان د یوې سوکاله ، نیکمرغه او ښې راتلونکی په موخه اوس د پوهنې وزیر ښاغلی اتمر او نورو درنو چارواکوته تاریخی او ملي دنده سپارل شوی ده ، چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې ، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په پښتوژبه (او بیا وروسته په نورو سیمه ایزو یا خو ملی ژبو )زده کړه وشي ،دا ډیر یو په ځای ، قانونی ،منلی او منطقی اقدام دی او د هر هېواد پال افغان دنده ده چې پوره ننګه یې وکړی .
دا چې څو ورځې وړاندې د طلوع ټلویزیون له لارې د ولسی جرګې یو تن غړی نجیب الله کابلی او حشمت غنی احمدزی په خپلو څرګندونو کې د پوهنې وزارت له دې نیک اقدام سره مخالف وښود او د پوهنې وزیر یې په ملی خیانت (!) تورن کړ . د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت ورته کړنې ستایي او ننګه یې کوی، نجیب الله کابلی او حشمت غنی احمدزی ته وایی چې د افغانستان د اساسي قانون دې پوره درناوی وکړی اود ټولنې واقعیتونو ته دې تن ورکړی او هغه دې په ورین تندی ومنی .
د نوموړو کسانو په څرګندونو کې تر ډیره بریده دښمنی ، تعصب ، کرکه او نفرت موجودوو او دا ډول بې بنسټه څرګندونې د هغو احساساتی کسانو له خولې څخه راوزي ،چې نه ښه سابقه لری او نه یې په خبرو کې منطق، ژوره مطالعه ، پوهه ، تجربه او علمیت وی .
ټولنه پوره باور لری ، چې د افغان ولس غوڅ اکثریت د پوهنې وزارت کړنو او فعالیتونو ته د قدر په سترګه ګوری اوپه دې برخه کې په ډیره مینه او اخلاص د ښاغلی اتمر ملاتړ کوی .
په ډیر درنښت
محمد نعیم حقمل
د ټولنې منشی
کابل – افغانستان د کال ۱۳۸۶ د عقرب د میاشتې ۱۰ نیټه