د اسټرالیا « اې بی سی راډیو » د برتانوی باخبره پوځی منابعو په حواله خبر ورکوی چی د هغه هېواد دوه لوی پوځی مقامات به د افغانستان د جنګ له امله استعفأ وکړی . د ټولو ځواکونو لوی ریس ( سر جاک سټیرپ ) به مخکی تر دې چی وظیفه یې پای ته ورسیږی ، له کاره ګوښه سی . دوهم مقام ( سر بیل جېفری ) نومیږی چی د دفاع د وزارت عالی ملکی دریځ لری . دغه دواړه مقامات د نوی حکومت د انتقادونو په ځواب کی خپه سوي او د استعفا په فکر کی دي .
خبر زیاتوی چی په افغانستان کی د ۲۹۵ برتانوي پوځیانو د وژل کېدو سره سره هغوی هیڅ پرمختګ او مؤثره نتیجه نه ده حاصله کړې نو ځکه انتقادونه مخ پر ډیرېدو دي او هغوی دواړه د استعفا په تکل کی دي .