د قرغزستان په جلال آباد ښار کي د قومي شخړو له امله بېړنى حالت اعلان سو.
په جلال آباد ښار کي د تيرو څو ورځو راهيسي د ازبک او قرغز قومونو ترمنځ شخړه روانه ده، چي له امله يې ٨٦ کسان مړه سوي او شاوخوا ١١٠٠ تنه ټپيان سوي دي.
د قرغزستان موقت حکومت له روسيې څخه په دې باب د پوځي مرستي غوښتنه کړې، خو روسانو ويلي چي دا د دې هيواد کورنۍ موضوع ده، دوى لاس وهنه نه پکښي کوي.
بلي خوا ته راپورونه وايي چي په سوونو ازبک کورنۍ له جلال آباد ښار څخه ازبکستان ته کډه سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه