کور / تازه خبرونه / بدخشان: پنځلس پروژی گټی اخستنی ته وړاندى شوی

بدخشان: پنځلس پروژی گټی اخستنی ته وړاندى شوی

دکليود بيا رغونی ا وپراختيا وزا رت د ملی پيوستون پروگرام پنځلس پروژی پدی وروستيو کى د بدخشان په ولايت کي گټى اخستنی ته وسپا رل شو ی.
ددی ولايت د ملی پيوستون پروگرام د مسوولينو دوينا له مخي پدی پروژو کی د(٧٥) کيلو واټو په ظرفيت داوبو دبرښنا بند، د(٥٣٢٢) مترو په اوږدوالي يو کانال ، او د(٤٢) مترو په اوږدوالي ديوه استنادي ديوال جوړول ، د(٤٧٠٠) مترو په اوږدوالي دسړک ترميم او شگي اچول ، دڅښاک داوبو د(٢٤) څاگانو کيندل ، او د ښځو لپاره د خياطي زده کړي دکورسونو پرانستل شامل دى.
يادى شوى پروژى د ( ١١،٤٥٦٠٠٠ ) افغانيو په لگښت دملى پيوستون پروگرام له بود جي بشپړی او څه د پا سه ( ١٢٠٠ ) کورنی ترينه گټۀ اخلی .