د برتانيې يوه څېړنيزه اداره په خپل تازه خپاره سوي راپور کي وايي چي پاکستان د طالبانو څخه په رسمي توګه ملاتړ کوي.
د رويټرز آژانس د لندن سکول اف ايکونمکيس هغه راپور خپور کړئ، چي وايي پاکستان نه يوازي د طالبانو سره د پيسو او وسلو مرسته کوي، بلکي د دې هيواد استخباراتي اداره (آى، ايس، آى) د هغوى د قيادي شورا په غونډو کي خپل استازي کښېنولي وي او طالبانو ته مشورې ورکوي.
په راپور کي راغلي چي د پاکستان ملکي حکومت هم د آى، ايس، آى له دې اقداماتو خبر دئ او داسي ښکاري چي خپله ولسمشر زرداري هم د طالبانو څخه ملاتړ کوي.
د رويټرز آژانس وايي پر آى، ايس، آى باندي له طالبانو څخه د ملاتړ شکونه پخوا هم موجود ول، خو اوس په يقين بدل سوي دي.
د لندن سکول آف ايکونميکس دغه راپور د دوو لوړ پوړو لوېديځو امنيتي مامورينو په مرسته چمتو کړئ، چي وښيي آيا پاکستان رښتيا هم د افغانستان په سوله کي رښتينى دئ؟ خو راپور وايي پاکستان له افغانستان او لوېديځ سره دوه مخي پاليسي پر مخ بيايي.