د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د جمعې په ورځ د ناټو او افغان ځواکونو په عملياتو کي ٣٩ طالبان وژل سوي دي.
د خبرپاڼي له مخي دغه عمليات د روزګان په چنارتو او بهزاک او د کندهار په شاوليکوټ ولسوالي کي ترسره سوي دي.
چارواکي وايي په دې عملياتو کي ٣٠ ميله کلاشينکوفونه، څلور راکټان او پنځه درانه توپونه هم په لاس ورغلي دي.
بلي خوا ته د فارياب ولايت چارواکي وايي په د المار ولسوالي په قرقل کلي کي د پوليسو سره په نښته کي د طالبانو دوه ځايي قومندانان وژل سوي دي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي.