د افغانستان ولسمشر حامد کرزى چي نن سهار کندهار ته ولاړئ، د دغه ولايت له اوسېدونکو څخه يې د مرستي غوښتنه وکړه.
حامد کرزي د سوونو ګډونوالو په يوه جوړه سوې غونډه کي د وينا پر مهال په کندهار د پيلېدونکو عملياتو په باب د دې ښار اوسېدونکو ته معلومات ورکړل. ولسمشر کرزي وويل دغه عمليات به د ښار له نيژدې اطرافو څخه د افغان ملي پوځ او ملي پوليسو له خوا پيل سي او بهرني ځواکونه به يې ملاتړ کوي. هغه پر خلګو ږغ وکئ چي د هغو کسانو په نيولو کي له پوليسو سره مرسته وکړي چي په ښار او شاوخوا سيمو کي نا امني جوړوي.
د ولسمشر کرزي سره په دې سفر کي د ناټو ځواکونو امريکايي قومندان جنرال مک کرسټال هم او د پوهني د وزير فاروق وردګ په ګډون د کابينې ځيني غړي ملګري وو.
دا په تيرو دوو مياشتو کي کندهار ته د ولسمشر کرزي دوهم سفر دئ، چي په دغه ولايت کي د طالبانو پر ضد د پيلېدونکو عملياتو سره په تړاو يې کوي.
تېره اونۍ د ناټو قومندان مک کرسټال د کندهار د عملياتو د ځنډ خبر ورکړ، خو په کابل کي د ناټو ملکي قومندان وويل چي د دې عملياتو لومړى پړاو له مخکي لا پيل سوى دئ او په تدريجي توګه به دوام پيدا کړي.
نوموړي وويل چي د کندهار عمليات به پر خپل وخت ترسره سي او مطبوعاتو د مک کريسټال له څرګندونو غلط تعبير اخيستئ دئ.
بايد وويل سي چي د کندهار د عملياتو په باب له تېرو درو مياشتو راهيسي رقم رقم تبصرې کېږي چي دې حالت د کندهار پر اوضاع، د خلګو پر روحياتو او کاروبار باندي منفي اغېز کړئ او له لوى څخه تر کوچني پوري ټول په تشويش کي دي.