کندوز چهاردرې ولسوالۍ کې دوه تنه جرمنې عسکر د وسلوالو طالبانو لخوا دايښودل شوي ماين په پايله کې ټپيان شول .
دچاردرې ولسوال عبدالواحدعمرخيل ويب پاڼې ته په خبرو کې وويل : چې نن لس بجې ديادې ولسوالۍ خواجه کفتر په سيمه کې دالمانې ځواکونو پر زغروال ټانګ چاودنه رامنځ ته شوه چې په نتيجه کې يي دوه تنه المانې سرتيرې ټپيان شول هغه همداراز زياته کړه چې دپيښې ټپيان دتداوي په موخه د چورلکې پواسطه هوايي ډګر ته انتقال شويدي هغه داهم وويل چې په پيښه کې يوعراده ټانګ هم زيانمن شويدي .همدارنګه په کندوز ميشت دايساف ځواکونو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن ويبرويب پاڼې دپيښې دتاييد ترڅنګ زياته کړه چې چاودنه نن سهار 9 او40 دقيقې رامنځ ته شويده چې په پايله کې دوه تنه ټپيان شول.
خو له بل لورې دوسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويب پاڼې ته ويلې چې دغه چاودنه دچاردرې ولسوالۍ دشاه غاسې دپلې ترڅنګ د دوي ملګرو له خواترسره شوي چې دهغه په وينا په کې 5 تنه بهرنې عسکر وژل شوي دي همدارنګه طالب وياند دهمدغه ولايت دتلوکې په سيمه کې د يو اربکې مليشې د وژنې خبره هم کړيده خوددغه ولايت چارواکو يي تراوسه په اړه څه ندي ويلي .
داپه داسې حال کې ده چې تيره ورځ دزاخيلو په کلۍ کې دامريکاييانو پريوټانګ دسړک دغاړې ماين وچاوده چې په نتيجه کې يي يوامريکايي سرتيرې ووزل شو او3 نورټپيان شول مګر وسلوالو طالبانو د6 امريکايي سرتيرو دوزلوخبره کوله .