د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د يوه لوړ رتبه هيئت په مشرۍ کندهار ته ولاړئ.
د افغانستان د جمهوري رياست څخه خپره سوي خبرونه وايي چي کندهار ته د ولسمشر کرزي موخه په دغه ولايت کي د امنيتي چارو جاج اخيستل او له قومي مشرانو سره د امريکا له خوا د پيلېدونکو عملياتو په باب مشوره کول دي.
ولسمشر کرزي دوې مياشتي دمخه هم کندهار ته سفر کړئ وو او هلته يې ژمنه کړې وه چي د امريکايانو عمليات به تر هغه وخته نه شروع کېږي چي د کندهار اوسېدونکي موافقه ورسره ونکړي.
د ولسمشر کرزي له هغې ژمني وروسته د کندهار امنيت په ډراماتيکه توګه تر بل هر وخت خراب سو او د کندهار ښار د پرله پسې ترورونو، چاودنو او ځانمرګو بريدونو ډګر وګرځېدئ.
کندهار ته د ولسمشر کرزي د سفر جزيات به وروسته پر ليکه سي.