دازادو خبری سرچینو دخبر له مخې، د پولنډ هیواد صدر اعظم (دونالدتوسک )مطبوعاتو ته ویلی چی دوی به کوشش وکړی چی څومره ژرکیدلی شی خپل عسکر له افغانستانه وباسی .پولنډی صدراعظم ویلی چی دی به په ناټو کی خپلو ملګرو هیوادونو ته وړاندیز وکړی چی له افغانستانه دځواکونو دراایستلو پرلاروچارو غور وکړی . دونالدتوسک داخبرې وروسته له هغه کړې چی طالبانو تیره ورځ دغزنی په ولایت کې دپولنډی عسکرو مرکز ته نژدې په یوه بمی چاودنه کې يو پولنډى عسکر وواژه او ٨ تنه او ژوبل کړل.
پولنډ په افغانستان کی دوه زره شپږ سوه عسکرلری او دپوځی ماموریت ساحه یی دغزنی ولایت دی .
د طالبانو دالفتح په نوم د عملیاتو د پیل راهسي، په مخامخ جنګونو او د مځکی لاندی په بمی چاودنو کی خارجی ځواکونو ته د سر درانه زیانونه اوښتي دي، خو له دې سره – سره ملکي کسانو ته هم ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده، چي د کندهار په يوه واده کي ځانمرګي بريد او همدا راز په ميوند ولسوالي کي پر يوه ملکي موټر د ماين چاودني شاوخوا پنځوس تنه بېګناه ولسي وګړي ووژل او نيژدې ١٠٠ تنه يې ژوبل کړل.