دعدلي اوقضايي ادارو دکارکوونکو ظرفيت د لوړولو په موخه سمينار جوړشو:
دعدلي اوقضايي ادارو ترمنځ د اړيکو او ددغو ادارو دظرفيتونو دلوړولو په موخه په سمينارکې دشمال ختيځو ولايتونو دعدلي اوقضايي ادارو مسوولينوګډون درلوده.
دکندوز داستناف محکمې ريس قضاوت پوه عزت الله عنايت وويل چې دوي په محکمه کې تراويا فيصده پورې د ادارې فساد مخه نيولې ده ، هغه زياته کړه چې دکندوز داستناف محکمې له لوري يوتن قاضې د اداري فساد اورشوت په تور نيولې شوي دي . هغه وويل چې دوي کوښښ کوي چې په محکمه کې درشوت اوبډومخه ونيسي .
داستناف محکمې ريس عزت الله عنايت وويل چې دوي په محکمو کې د اداري فساد او رشوت دمخنيوي او له منځه وړلو په خاطردقاضيانو معاشونه لوړ کړي او د کندوز له ټولو قومې مشرانو سره يي خبرې کړي چې خلک بايد د ستونزو پروخت رشوت ورنه کړي ، چې په هيڅ صورت په محکمو کې درشوت مخه نه نيول کيږي، د کندوز يوتن اوسيدونکې کمال الدين وايې چې له رشوت پرته د دوي دوسيې نه حل کيږي ، اوکه رشتوت ورنه کړي پر دوسيو يي هيڅ غورنه کيږي ، هغه وايي چې قاضيان او څارنوالان خلک مجبوروي چې بايد پيسې ورکړي، اوکنه عمر به يي په محکمه کې تيرشي.
ادارې فساد او رشوت دافغان دولت په مخ کې هغه پرتې ننګونې دي چې تراوسه ترې عام ولس سرټکوي اونه خو لا لمنځه تللې دي .