د فوټبال د نړيوالو اتلوليو څلورمه لوبه چې د ارجنټينا او الجريا تر منځ وه، د ارجينټينا له خوا د يوه ګول په وهلو سره د دې هيواد په ګټه پاى ته ورسېده.
د ارجنټينا ګبريل هينز له خوا د لوبې په شپږمه دقيقه کې ګول ووهل شو.
د ارجنټينا مشهور او تکړه فوټبالر ليون ميسي هم درې ځله توپ تر ګوله ورساوه، خو بخت ورسره ياري و نه کړه، او و نه توانېدى چې ګول ووهي.
د ارجنټينا بريدونه ډېر پياوړي وه، او د مخالفې ډلې ګول ساتونکې خپله ډله څو ځله وساتله.
راتلونکې لوبه د امريکې او انګلينډ تر منځ ده، چې ډېر خلک يې لېدو ته شېبې شماري.
په افغانستان کې مېشت برتانوي پوځيانو د خپلې لوبډلې د مرام لوړولو لپاره او بريا راوړلو لپاره يوه ويډيو استولې وه، اوس به ګورو چې د دوى لوبډله يې هيلې پوره کوي که نه؟