کور / تازه خبرونه / ترکمنستان: د افغان حکومت او طالبانو منځکړتوب ته تيار يو

ترکمنستان: د افغان حکومت او طالبانو منځکړتوب ته تيار يو

د ترکمنستان حکومت افغان حکومت ته وړانديز کړئ چي له طالبانو سره د دوى منځګړتوب ته تيار دئ.
د روسيې د ايتارتاس خبري آژانس وايي د ترکمنستان ولسمشر قربانعلي بيردي محمدوف د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته ويلي چي د ده هيواد چمتو دئ چي له مخالفو وسله والو سره يې د ملګرو ملتونو تر څارني لاندي د مذاکراتو کوربه سي.
د آژانس د راپور له مخي د ترکمنستان ولسمشر ويلي چي دغه هيواد به افغانستان سره خپلو اقتصادي او تجارتي همکاريو ته دوام ورکړي او د بيا رغوني په پروسه کي فعاله برخه واخلي.
ترکمنستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د منځنۍ آسيا يوازنى هيواد وو چي په له طالبانو سره يې ښې اړيکي درلودې او په ١٩٩٩ او ٢٠٠٠ کال کي دوه ځله د طالبانو او شمالي ټلوالي ترمنځ د سولي د خبرو کوربه وو.
ترکمنستان د افغانستان يوازنى ګاونډى هيواد دئ، چي افغانان د يوه بې طرفه هيواد په سترګه ورته ګوري.