دننګرهار دسره رود ولسوالۍ قومي مشرانو او سپين ږيرو دافغانستان د سولې کاروان او دسره رود دولسي شورا مشر حاجي عبدالظاهر قدير په مشرۍ غونډه وکړه .
په دغه غونډه کې چې ګڼ شمېر قومي مشرانو ، سپين ږيرو او دسره رود دولسي شورا غړو برخه لرله دافغانستان دسولې کاروان او دسره رود دولسي شورا مشر حاجي عبدالظاهر په خپلو خبروکې ددغه ولسوالۍ اوسېدونکي يووالي ته راوبلل .
نوموړي له قومي مشرانو او سپين ږيرو غوښتنه وکړه چې له خپل دولت سره دامنيت دبشپړ ټينګښت او درغنيزو چارو دپرمختګ په برخه کې هر اړخيزې همکارۍ وکړي .
حاجي عبدالظاهر قدير په دغه غونډه کې ژمنه وکړه چې په خپلې شخصي دوه جريبه ځمکه کې به په خپل مالي لګښت يوه لويه ديني مدرسه جوړ کړي او ولسونوته يې دلاخدمت ډاډ ورکړ .
په غونډه کې يوشمېر قومي مشرانو او سپين ږيرو هم په خپلو خبرو کې دقومي يووالي او له دولت سره دهر اړخيزه همکاريو ژمنې وکړې .