کور / تازه خبرونه / قرغزستان: قومي نښتو کې ٤٦ تنه مړه ٦٠٠ ټپيان شول

قرغزستان: قومي نښتو کې ٤٦ تنه مړه ٦٠٠ ټپيان شول

په قرغزستان کې دقومي اوسياسي نښتو دوژل شپږ څلويښت او دټپيانو کچه شپږسوو تنو ته لوړ شوى دى .

دنوموړې هيواد امنيتي چارواکې وايي دغه نښتو له څو ورځو راپه ديخوا هغه مهال زور واخيسته چې په سلګونو ځوانانو دوش په ښارکې په يوبل بريد وکړ او يوشمير ودانۍ اوموټرونوته يې اور هم واچوه .

دغه چارواکې زياتوي دولت ددغه قومي اوسياسي تاوتريخجنو نښتو وروسته ددغه هيواد په اوش او څو نورو ښارونوکې فوق العاده وضيعت اعلان کړى دى .