باختر:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بريتانيى د صدراعظم په وروستيو څرګندونو بحث كړې، چې پكې په افغانستان كې د ددوى د ځواكونو د حضور اصلي هدف ته اشاره شوې.
ورځپاڼې ليكلي، چې ډيويډ كيمرون په پخپلو خبرو كې په ډير وضاحت سره دا وويل، چې دوى دلته د يوې بشپړې ديموكراسۍ او يوه بيلګه ايزه ټولنه جوړه كړو، بلكه ددوى د ځواكونو د حضور اساسي هدف د بريتانيى د كورني امنيت ساتنه ده.
ورځپاڼې د نوموړي دا څرګندونې چندانې حيران وونكي ندي بللې، بكه د ورځپاڼې په وينا د افغانستان په مسئله كې د ښكيلو هيوادونو د تيرو دريو لسيزو سابقې او اړيكې ښيۍ، چې دوى په افغانستان كې ځانګړي اهداف تعقيبوي.
ورځپاڼې په كندهاركې د وروستۍ خونړۍ حملې په اړه د طالبانو دريځ ته كتنه كړې او ليكلي، چې طالبان تل د خپلو هغو حملو د مسؤليت له منلو ډډه كوي، چې پكې عامو خلكو ته زيات زيان اوښتې وي، حال دا، چې د ورځپاڼې په وينا دوى پدې كار سره پخپلو جنايتونو پرده نشي اچولې.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د شانګهايي سرمشريزې ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ددغه سازمان ټول مشران پدې باور دي، چې د افغانستان امنيت او ټيكاو د ټولې سيمې د امنيت او ټكاو په معنې ده او د افغانستان روانه ستونزه يوازې د جګړې له لارې نشي حل كيدلې.
هيواد هم پخپله سرمقاله كې د ارغنداب په پيښې بحث كړې او ليكلي، چې دا د افغان ولس د ملي او معنوي ارزښتونو په خلاف له ډيره پخوا راهيسې د پيل شوې دسيسې يوه برخه ده.
ورځپاڼې په دوام كې خلكو ته سپارښتنه كړې، چې بايد دې دسيسې ته ځير شي او كه دوى د خپلو ملي او معنوي ارزښتونو ددفاع لپاره راپورته نشي نو دا غميزه به كله هم پاى ته و نه رسيږي.
سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې د ارغنداب او ميوند په پيښو كې، كه د طالبانو او كه د نړيوالو ځواكونو لاس وي، خو پوښتنه داده، چې دوى د كومو ارزښتونو له مخې جګړه كوي.
ورځپاڼې پدې پيښو كې عامه خلكو ته د سر اوښتې زيانونو ته په اشارې ليكلي، چې نه انسانيت، نه اسلاميت او د دنيا هيڅ يو ارزښت ددغه ډول وحشت او جنايت اجازه نه وركوي.
ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې په افغانستان كې د سولې د ټينګښت لپاره د ولسمشر كرزي هڅې څيړلي او ليكلي، چې د كورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د رئيس د ګوښه كولو يو هدف هم دا وو، چې د سولې په وړاندې پراته خنډونه پورته كړاى شي.
د ورځپاڼې په وينا كه څه هم دغه چارواكي د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې له شوې حملې سره په تړاو كې له خپلو دندو ګوښه شوي، خو ورځپاڼې ددوى خپلو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې دوى د سولې د بهير په وړاندې خنډ وو.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم په يو مطلب كې د ولسمشر كرزي د سولې هڅو ته كتنه كړې او د ګارډين ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې ښاغلې كرزې د خپلو هڅو د بريا لپاره پاكستان ته ګوري.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې ولسمشر كرزي په افغانستان كې د امريكا د روانې ستراتيژۍ د بريا په اړه خپل باور له لاسه وركړې او له همدې امله له پاكستان سره نرم چلند غوره كړې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان په جنوب كې د طالبانو وروستيو حملو ته په اشارې،چې پكې عامه خلكو ته د سر درانه زيانونه واوښتل د ولسمشر كرزي د سولې په پلان انتقاد كړې او هغه يى هسې يوه بې ځآيه هڅه بللې ده.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د بريتانوي ځواكونو د حضور په موضووع بحث كړې او ددغه هيواد د صدراعظم په حواله يى ليكلي، چې له افغانستان څخه ددوى دځواكونو وتل به په افغانستان كې د القاعده د بيا فعاله كيدو سبب شي.