دعيسويت حقيقت اوپه اسلامي نړۍ کې یې دترویج هڅې
له څو پیړیو را پدیخوا دنړیوال صهیونیزم ترڅنګ دلویدیځ استعماري قوتونو، لوی زیار په لاره اچولی ، چې د اسلامی نړۍ په هیوادونو کې تحریف شوی عیسویت ترویج کړی ، او په اسلامی ارزښتونو باندې آباده او ولاړه اسلامی ټولنه په خپلو تحریف شویو او دخرافاتو نه ډکو ارزښتونوباندې بدرنګه کړی ، هغه ربانی ارزښتونه چې الله تعالی د بشریت د سوکالۍ او هدایت لپاره د انبیاءو په ذریعه بشریت ته رالیږلی ، په هغو ارزښتونو بدل کړی چې د انسان د هوا او هوس او نفسی خواهشاتو په اثرکې رامنځ ته شوی دی . او په پای کې ورته د ربانی ارزښتونو رنګ ورکړ شوی دی .
د اسلامی نړۍ په ګوټ ګوټ کې زیار ایستل کیږی چې اسلامی شریعت د قانون په څیر حاکم نوی ، او پرځای یی د لویدیځ مدنی قانون پلی وی ، او په ډیرو اسلامی هیوادونو کې د دیموکراسۍ تر شعار لاندې دې کار ته زمینه برابره شوی هم ده ، چې افغانستان هم یو لدغو هیوادونو حخه دی . اوس مهال چې د اسلامی نړۍ په هیوادونو کې کومې هڅې روانې دی ، هغه پدې منظور روانې دي چې له اسلامی نړۍ څخه د اسلام د سپیڅلی دین ټغر ټول شی ، او پرځای یی هغه ارزښتونه چې انسان د خپل هوس مطابق مطرح کړی ترویج کړی .
د دې ناوړه هڅوترڅنګ د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د اسلامی حرکتونو د پاڅون په وړاندې ، استعماري قوتونه په مشترک ډول لوی زیار باسی ، چې د اسلام د احیا اړوند پاڅون پیاوړی او پراخه نوی . خو د بشریت په تاریخ کې یوازی اسلام هغه دین دی چې د بشریت ټولې اړتیاوې پرځای کولی شي ، د اسلام د دین حقیقت ډیر لوی دی ، داسلام تنه ډیره ژوره ده ، او دا راز کوښښونه اوهڅې د اسلام د بیا راګرځیدلو او احیا په لاره کې نشي خنډ کیدلای ، او نه به دا وحشي ګزارونه د اسلام د احیا اړوند اغیزمن وی ، نو لدې کبله د اسلامی نړۍ په هر ګوټ کې د اسلام د احیا لپاره اسلامی حرکتونه شته دی .
دعیسویت حقیقت څه دي ؟ او څه ډول په عیسویت کې د ربانی تصور ځای بشری تصوراشغال کړی دی ؟ دعیسویت دتکوین اوجوړښت اړوند مالومات او هغه خرفات چې د ربانی ارزښتونو ځای یې په عیسویت کې اخیستی دی ، پدې هکله د اسلامی نړۍ د لوی مفکر ابو الحسن ندوی (رحمه الله علیه ) له کتاب (ماذا خسر العالم عن انحطاط المسلمین ) څخه می دا لاندې مالومات راژباړلی دي ، او ستاسو توجه ورته راړوم .
هغوی وایی :
“عيسويت له يهوديت نه وروسته د بني اسرائيلو لپاره د ژوندانه د يوې معتدلې تګلارې په څيرراغي . خو يهودانو د عيسی عليه السلام رسالت قبول نه کړ ، هغه تخفيف چې د دوي لپاره يې د الله جل جلاله له لوري راوړي و، ونه مانه . او د عيسی عليه السلام په وړاندي د مقابلې لپاره راولاړ شول ، د هغه د دعوت په وړاندي ودريدل ، کوم چې سولې ، پاکۍ او روحي تهذیب ته يي بلنه کوله ، خلک به يي د هغو رواجونو څخه ژغورل ، چې له دين سره ېي ټړاو نه درلود . يهودان دومره ګمراه شول چې په شام کې روماني حکمران (بيلاطس) ولمسول ، تر څو عيسی عليه السلام و وژني ، او (صليب) يې کړي ، که چيري د عيسی عليه السلام مرګ دالله تعالی په لاس کې نوي ، او دې يې د ځان لوري ته نوي پورته کړي .
لدې وروسته د يهودانو او عيسويانو تر منځ حالات دير ستونزمن شول ، د عيسويانو په زړونو کې د يهودانو لپاره کينه بغض دښمني راوپاريدله ،همدا راز د يهودانو زړونه د عيسويانو لپاره د دښمنۍ او حسد څخه ډک وو ! نوعيسويان له يهودانو څخه بيل شول ، عيسويت له يهوديت څخه جلا شوو ، حال دا چې عيسويت په اصل کې د دې لپاره راغلي وو ، تر څو يهوديت نوي کړي ، اوپه احکامو کې يې لږ بدلون رامنځ ته کړي ، د روحي اړخ احيا يې له سره وكړي ، همدا راز يې د اخلاقي اړخ تهذيب وكړی ، چې د عيسی عليه السلام په دعوت کې په روښانه ډول ورباندې ټینګار كيږي .
خو کله چې دا بيلتون او حسد د يهودانو او عيسويانو په منځ کې راغي ، نو لدې سره د يهودانو کتاب تورات د عيسويانو په اند د انجيل څخه بيل شو ، سره لدې عسويانو د تورات او نورو آسمانې کتابونو تقدس پر ځاي کاوه . دعيسويانو شريعت او قانون هم له تورات څخه بيل شو حال دا چې د دوي د شرعت (جسم) لويه برخه په تورات کې وه .. نو ددې بيلتون په اساس عيسويان له يوه ځانګړی شريعت نه محروم شول چې بايد د دوي عملي ژوند يي تنظيم کړي واي !
مګرهغه اعتقادي تصور چې عيسی عليه السلام د الله تعالی له لوری راوړي و ، که سم او سليم پاتي شوي وی ، نو کولاي يې شول , چې پدې کون کې د انسانې وجود د مقصد اوموخې اړوند صحيح او سم تفسير وړاندي کړي .. هغه تفسير چې بشري ټولنيز نظام په سمه توګه پرې ولاړيدلاي شي . او همدې تصور کولاي شول که سليم پاتي شوي وي , چې عيسويان هغه شريعت ته راواړوي , کوم چې په تورات کې نغښتي وو، دهغو بدلونونو سره کوم چې عيسی عليه السلام دعبادت د تخفيف او د ژوندانه د بار د کمښت لپاره د الله تعالی له لوري راوړي وو .
خو عيسويان د يوې اوږدې مودې لپاره د بې دينه يهودانو او بت پرسته رومانيانوچې هغه مهال يي د عيسويانو پر وطن حکومت کاوه ، له سخت ظلم او تجاوز سره لاس ګريوان شول .
لدې کبله دعيسی عليه السلام شاګردان (حواريون) او د هغوي اتباع د ديرې مودې لپاره مجبورشول , چې خپل کار او تګ راتګ په پټه توګه تر سره کړي ، همدا راز مجبور شول چې د انجيل متنونه او دعيسی عليه السلام تاريخ يو بل ته نقل کړي څرنګه چې دا ليږدونه او نقل په سري او پټه توګه تر سره کيدل نو ځکه په دقت او تواتر نه نقليدل .. نو لدې کبله د انجيل متنونه د عيسی عليه السلام له تاريخ سره ګډ نقل شول ، د انجيل نسخې ځيني له نورو څخه توپير لري چې په ټولو د انجيلونو نوم کيږودل شو ..پدې انجیلونو کې د مسيح عليه السلام د شاګردانو خبري او ددوي روايتونه د عيسی عليه السلام په هکله شامل دی ، چې په لمنځ کې يي ځني د عيسی عليه السلام خبري راغلي دي .. تر ټولو مخکيني انجيل د عيسی عليه السلام نه وروسته د يوه مکمل نسل د تيريدو نه وروسته ليکل شوي دي ، او عيسويان يې دې ټاريخ په هکله سره ژور اختلاف لري ، چې دڅلويښتو او شپښ څلويښتو کلونو په شا او خوا کې تخمينيږي ، همدا راز ېي د ژبې په هکله سره اختلاف لري چې په کومه ژبه ليکل شوي و .. ځکه چې اوس ېي يوازې ژباړې موجودې دي .
په اوروپا کې د عيسويت دخپرولو مسوليت د هغه وخت د پاپ – چې عيسی عليه السلام يي نه و ليدلی ، او د روماني بت پرستۍ څخه عيسويت ته داخل شوي و – په نصيب شو ، دا عيسويت چې د ده د بت پرستۍ اواغريقي فلسفې دزاړه تصورنه اوبه شوي و.. همدا عيسويت په اوروپا کې پررباني عيسويت باندي دلومړيو ورځونه د بربادۍ توپان و ..دا سربيره په هغه تحريف چې عيسويت ورسره دروماني امپراتورۍ په لومړۍ مرحله کې مخ شو . هغه مرحله چې شرايط پکښي د رواياتونو نقلولو ته په متواتراو دقيق ډول تيار نه و!.
لدې وروسته په لومړیۍ پيړۍ کې پاپ خپل رسالې وليکلي ، او دا رسالې پدې شهادت ورکوي چې ديني مثالونه پکښي د فلسفي تصور سره ګډ شوي – په تيره بيا د حلول فلسفه , او دير ځله يي عيسی عليه السلام پدې نامه ياد کړي : ” زموږ پروردګار يسوع مسيح “! اوپر خپل ځان يې داسي نوم ايږي دی :” د الله تعالی اوزموږ رب يسوع مسيح په امر د يسوع مسيح رسول ” .
خولوي توپان له هغې پيښي وروسته رامنځ ته شو ، كومه چې عيسويت ته لوي بري ګڼل کيده ، او هغه د رومانې امپراتور (قسطنطين) داخليدل په عيسويت کې وو ، په کال ۳۵۵ م کې د عيسويت حزب وکولي شول تر څو د حکومت واږي په لاس کې واخلي . امريکايي ليکوال درابرپه خپل کتاب ( دين او علم ) کې دا پيښه او دهغې کرغيړنې اغيزې داسي توصيفوي وايي :
( په عيسويت کې شرک او بت پرستي د هغو منافقينو له لارې ور ګډ شول , چې په روماني دولت کې يې خطرناکې دندې او منصبونه درلودل ، د دوي د تظاهر له امله چې ځانونه يې عيسويان بلل خو دين ته ريښتني نه وو ، تحريف رامنځ ته شو، او يوه ورځ هم دين ته مخلص نه وو .. او همدا راز د (قسطنطين )عمر ټول په ظلم او فسق او فجور کې تير شو؛ او د کليسا ديني اوامر يي نه پرځاي کول ، پرته د عمر په آخرو څو ورځو کې په کال ۳۳۷م کې ) .
د عيسويت ډله سره لدې چې دومره پياوړې وه چې د روم پادشاه قسطنطين هم پکښي ګډ شوي و ، خو د ونشوي کولاي , چې د بت پرستۍ لکۍ غوڅه کړي ، او ميکروب يې ووژني . بلكې د مبارزې پايله يې دا وه چې د ارزښتونوسره يې نور پردی ارزښتونه (بت پرستي ) ګډ شي ، اولدې څخه يو نوی دين نشأت وکړ ، هغه دين چې عيسويت او بت پرستي پکښي پر يو ځاي او يوه پيمانه راښکاره شوه . د لته دا یادونه ګټوره ده چې اسلام پدې هکله له عیسویت څخه توپير لري ، ځکه چي اسلام خپل سيال ( بت پرستي ) بالکل له منځه يووړ، او لکه عیسویت ورنه متاثر نشو.
دا امپراتور چي د مادياتو غلام او بنده و ، او ديني عقايدو ورته هيڅ اهميت او اعتبارنه درلود ، د خپل شخصي مصلحت لپاره او د دو سيالو حزبونو- بت پرستي او عيسويت – د مصلحت لپاره يې تصميم و نيو چې دواړه سره يو ځاي کړي . خو دا نوي دين – وروسته لدې – د بت پرستۍ له نجاست او چټلۍ څخه هيڅ کله هم پاک نشوو- څرنګه چې راسخ او پاخه عيسويانو هيله من وو, چې پاک به شي- او همدا راز عيسويت د بت پرستۍ په تصور او خيالونو کې ښکيل پاتي شوو”.
نو لدې کبله اړتیا پیدا شوه چې د بشریت د لارښونه لپاره ، پر ربانی تصور باندې ولاړ دین (اسلام ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ذریعه بشریت ته نازل شی ، خو دا ځل دغه دین (اسلام ) له هر ډول بشری لاسوهنې نه د الله تعالی په امر محفوظ دي .
نړیوال صهیونزم او استعماری قوتونه له پیړیو را پدیخوا ستړی شوی دی ، چې د دغه ربانی دین اسلام تغر ټول کړی ، خو څرنګه چې د ربانی لارښونې (اسلام )او بشری نظامونو تر منځ پرتله کیدلای نشی ، او څرنګه چې له اسلامه پرته بل دین د بشریت د لارښونې لپاره سلیم پاتی نشو . نو لدې ځایه عیسویت لکه دین نشي کولای په اسلامی ټولنو کې د اسلام دین ته ګواښ شي ، ځکه چې عیسویت د دین په څیر په خپلو ټولنو کې د خلکود اخلاقی ، روحی ، ټولنیزو اړتیاو له پوره کولو پاتی راغلی دی ، د دین په نامه خلک له هر راز حقوقو څخه منع کوی ، پداسې حال کې چې د دینی موسسې (پاپان ) په هر ډول اخلاقی فساد باندې ککړ دی .
خو د هغه اخلاقی فساد او بې حیایې اړوند چې د اشغال په پایله کې زموږ ټولنه ورسره لاس ګریوان ده ضرور ویره شته ، چې افغانان بې لاری کوی او دتباهۍ لوری ته یې وړی ، د تمدن او پرمختګ له بهیر څخه یې وروسته پاتی کوی .
.