«د پاچاخان آندونو او مبارزې ته لنډه کتنه» د هغه کتاب نوم دی چې ښاغلي محمد اقبال «وزیري» لیکلې دی. کتاب په ۱۳۶ مخونو کې د پښتونخوا د پوهنې دیرې لخوا په پيښور کې چاپ شوی دی. او لیکوال یې دغه اثر د هند د مغولي واکمنو پر ضد د پښتنو د ملي آزادي بخښونکې غورځنګ لارښود، ملي مبارز او د پښتو ژبې لیکوال پیر روښان ارواح ته ډالۍ کړې دی.
دا د ښاغلي وزیری صاحب دوهم اثر دی چې لوستونکو ته یې وړاندې کوي. لومړې اثر یې «د ثور پاڅون، د کې. جې. بي. دسیسې او شوروي یرغل» په نامه د مخه خپور شوې دی. وزیري صاحب د دواړو اثرونو په لیکلو کې له علمي متود څخه کار اخیستې دی او دا یې ښولې ده چې پیچلي موضوګان، فلسفي بحثونه، تاریخي مسائل په ساده، رڼه او روانه پښتو کې هم افاده کیدی شي. او په دی توګه یې په عین حال کې پښتو ته هم خدمت کړی دی.
د دغه اثر اصلي موضوع عبدالغفار خان مشهور په پاچا خان دی خو یوازې د هغه بیوګرافي هم نده. پدې اثر کې د هغه فکرونه او د خپلواکۍ په لاره کې د هغه مبارزې او اصلاحي کارونه بیان شوي دي.
همداشان په کتاب کې پاچاخان پښتو ژبه او هنري ادب؛ ګوند او عدم تشدد فلسفه؛ پاچاخان جمهوریت او دموکراسۍ؛ پاچاخان او مذهب؛ پاچاخان او د ښځو مقام؛ پاچاخان او پښتونستان او د پښتونستان په هکله د افغانستان دریځ؛ د پاچاخان لخوا د هند او افغانستان مشرانو ته لیکونه او پیغامونه؛ د حاجي میرزا علي خان د ایپي فقیر مبارزې؛ « پاکستان او دموکراسۍ» او ډیر نور په زړه پورې تاریخي مسائلو باندې بحثونه شوي دي.
څرنګه چې د پاچاخان اوږد ژوند آرام او دودیز نه وه د ده ژوند په حقیقت کې د دود په وړاندې بغاوت و او دا د دی لپاره چې د خپلو پښتنو په ژوند کې بدلون راولي. پاچاخان لا د ځوانۍ په وخت کې متوجه شو چې په پښتنو کې د غچ اخستلو دود «د خپلو وروڼو، تربورانو، کورنیو او خپلوانو تر منځ تشدد زیږوي». د پاچاخان اصلاحي چارې په ډیرو کتابونو او لیکونو کې بیان او څیړل شوي او پدی اثر کې په ځانګړې توګه د هغه د خپلواکې د مبارزو تر څنګ پدی برخه کې هم یوه لنډه څیړنه شوې ده.
د هند په نیم وچه کې د عدم تشدد فلسفه ډیره پخوانې ده. چې د بودیزم فلسفه یې یوه څرګنده بیلګه ده. مهاتما ګاندي یې دومره نومیالې او بریالې پلوی تیر شوی دی چې په نړۍ کې د ډیرو لپاره سرمشق ګرځیدلې دی. پاچاخان پرته له دی چې ګاندي د عدم تشدد د فلسفې نه خبر وي، دی پایلې ته ورسید چه پښتانه د عدم تشدد د فلسفې پر بنسټ باید نه یوازې د انګلسیانو پر ضد خپل وطن د آزادۍ لپاره یو موټي کړي، بلکه د دوی تر منځ د بی اتفاقۍ او غچ اخیستلو ریښې له بیخه وباسي. پاچاخان د عدم تشدد فلسفې پر بنسټ د ګاندي سره یو ځای پدی بریالې شو چې د انګریزانو څخه د هندوستان آزادۍ وګټي. خو د پښتنو د آزادۍ په لاسته راوړلو کې بریالې نشو.
غفار خان د پښتنو د یووالې مسئلې ته ځانګړې پام اړولې و او همدې موخې د لاسته راوړلو لپاره یې زیات کارونه ترسره کړي دي. ده به تل پښتنو ته ویل «یا به یو کیږو ګني ورکیږو».
پاچاخان هغسې چې د «فخر افغان» پر ستاین نوم لمانځل شوې دی، د آزاد افغانستان خلکوسره کلکه مینه درلوده او د افغانستان د خلکو او قومونو تر منځ د یووالي لپاره په کوزه پښتونخوا او افغانستان کې ډیر وګرځید او د افغانانو یووالې به یې د اساسي ضرورت په توګه هر چیرې خلکوته په جرګو او مرکو کې بیانوه. او د همدغه اتحاد لپاره به و چې هغه مړې د هغه د وصیت له مخې په ۱۹۸۸ کال کې د جلال آباد په ښار کې د پاچا آمان الله خان مزار ته څیرمه خاوروته وسپارل شو.
په نوموړي کتاب باندې د هیواد وتلي تاریخ پوه ښاغلي پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ «د لوی مصلح پاچاخان په یاد» تر سرلیک لاندې سریزه هم لیکلې ده. زه پداسې حال کې چې ښاغلي محمد اقبال وزیري ته د لا زیاتو بریالیتوبونو هیلکه کوم د نوموړي اثر چاپ ګرانو وطنوالو ته ښه زیرې بولم او دی کتاب سره د اشنا کیدو بلنه ورکوم.