نن سهار دکندوز ښار په 5 کيلومترې کې دعامه نظم ساتلويا، ځايي مليشو او وسلوالوطالبانو ترمنځ وسلواله نښته رامنځ ته شوه چې په پايله کې دواړوخواوو ته دمرګ زوبلې اوښتنې خبره شويده .
دتلوکې يوتن ځايي اوسيدونکې دنوم دنه ښوولو په شرط رسنيو ته ويلې چې په دغو نښتوکې دوه اربکيان وژل شوي او 2 تنه نورټپيان دي، همدارنګه په دغونښتوکې د 6 تنو طالب وسلوالو وټپې کيدوخبره هم شويده .
خو له بل لورې طالب وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ويب پاڼې ته په يو رااستول شوي پيغام کې ويلې چې دغه نښته نن 8 بجې په ياده سيمه کې رامنځ ته شوه چې دهغه په وينا په دغه نښته کې دزيږي (زلمې) په نوم دمليشويوقوماندان په ګډون 4 تنه ووژل شول .