کور / تازه خبرونه / زابل ځانمرګي بريد ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

زابل ځانمرګي بريد ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هلمند ولايتي مقامات وايي د دې ولايت په شاجوى ولسوالي کي د يوه ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي کسان مړه سوي او د دوو پوليسو په ګډون ١٣ تنه ټپيان سوي دي.
د زابل چارواکي وايي بريدکوونکى په چادري کي پټ په بازار کي ناست وو، چي پوليس له سيمي تېرېدل ده ځان چاودلى دئ، چي له امله پورتنۍ مرګ ژوبله واووښته.
بلي خوا ته طالبان وايي په دې حمله کي يې ١٣ بهرنيان وژلي دي، خو د دولتي مقاماتو له څرګندونو داسي ښکاري چي بېخي د چاودني پر مهال په بازار کي بهرنيان نه وو.
په وروستيو مياشتو کي د امريکايانو د بمباريو او د طالبانو د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له کبله ملکي کسانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. وړمه شپه په کندهار کي د يوه پوليس افسر د واده په مراسمو کي د چاودني له امله ٤٠ تنه مړه او ٨٦ کسان ټپيان سول، چي چارواکي يې د طالبانو ځانمرګى بريد بولي، خو طالبان وايي امريکايانو بمباري کړې ده.
بلي خوا ته نن د کندهار په ميوند ولسوالي کي د ملکي کسانو پر يوه موټر د ماين چاودني له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژل سوي دي.