د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پر عمومي سړک، پر ىوه ميانه بس موټر بم چاودلى چې ۹ ولسي او بې ګناه خلګ په کې شهيدان شوي چې درې يې ماشومان دي.
د چارواکو په وينا چې په دې چاودنه کې همدارنګه ۸ کسان ټپيان شوي دي.
د دې پيښې پړه لا تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستې، د تيرې چهارشنبې په ماښام د همدې ولايت په ارغنداب والسوالۍ کې د يوه واده د خوشالۍ پر مهال ۴۰ بې ګناه خلک وژل شوي ، او نژدې ۸۰ ټپيان شوي ول. د نومړي پيښې پړه د جګړې ټولو غاړو طالبانو، ناټو او افغان دولت پر يو بل ور واچول.
د سړک د غاړي بمونه د طالبانو له خوا د افغان سرتېرو او نړيوالو ځواکونو د له منځه وړلو په موخه ايښودل کيږي، خو د چارواکو په وينا چې طالبان د خپلو هغه کړنو پړه پر غاړه نه اخلي په کوم کې چې بې ګناه ولسي خلک وژل کيږي.
په کندهار کې د ولسي خلکو وژني په تېرو څو مياشتو کې خورا زور اخيستى، نړيوالو ځواکونو هم د خپلو هغه عملياتو د ځنډولو خبر ورکړ چې دوى يې پلان درلودى.