کور / هراړخیز / پرلوست څرخيدنه(تمرکز)

پرلوست څرخيدنه(تمرکز)

د لوی څښتن پرنامه


زياتره زده کونکي د لوست پر مهال سکالو ته  د پوره ځيرتيا نه کولو ستونزي څخه سر ټکوي.
ترډيره خو زده کونکي په بهرنيو پيښيدوکو خنډونو پړه اچوي چي ګوندي د ذهن نه څرخيدنه په سکالو او د لوست په نه ياديدلو کي خنډ پيښوي.
خو څيړونکو دا جوته کړي چي د لوست پر مهال پيښيدونکي خنډونه د لوستونکي د ناسم چاپيريل زيږنده ده چي لوستونکي نشي کولي په سمه توګ اغيزمنه فضا د لوست لپاره برابره کړي.
لاندي هغه اغيزمني لاري چاري دي چي په لوست کي د پيښيدونکو خنډونو د مخنوي  او پرسکالو د پوره څرخيدني لار هواروي .


د لوست لپاره اغيزمنه فضا:


١ يوه داسى فضا برابرول چي يواځي او يواځي د لوست لپاره وي
٢ د لوست لپاره هر دول اړين توکي په لاس لرل.
٣ د ځوګ  او غوغا کچه تر ډيره بريده کمه ساتل.
٤ هغه څيزونه چي د ليدونکو پام ځان ته راګرځوي د لوست ځاي څخه لري ساتل.
٥ کله چي لوست کيږي د دمي کولو څخه ډډه کول.
کوم مهال لوست وشي:
١ په ورځ کي غوره مهال او سهار وختي مهال : چي ډير څه به په ښه توګه زده کړئ.
٢ غوره ده چي داسى ځاى کي لوست وشي چي له يو څيز څخه په زياتو څيزونو ذهن بوخت نشي.
٣ غوره ده چي په کافي کچه پوره ارام مهال ولرئ.
٤ غوره ده چي د ستومانتيا يا د نه پام په لرلو سر لوست پريږدئ.
څنګه په سکالو را وڅرخيږو:


١ کله چي خنډونه را منځته شول ،نو په خورا جدي توګه سره يي مخنوي وکړئ.
٢ د لوست پر مهال د څان سره يو تخته کاغذ ولرئ، چي د سکالو نه بهر هغه پوښتنې چي ذهن ته راغورځي په اسانه او چټکه توګه وليکئ تر څو مو ذهن ګډوډ نه کړي.
٣ مخکي تر دي چي لوست باندي پيل وکړو د لوست موخه بايد وټاکئ. د بيلګي په توګه سل پاڼې لوستل د ځانګړو ستونزو حلول او نور …
٤ د موخو د ترلاسه کولو وروسته د هغو له پايلو څخه خوند اخيستل.
٥ د لوست څخه هغه سکالوګانې لري کول چي بيلا بيلي برخې ولري تر څو تړاو لرونکي سکالو لوست شي.
٦  کوښښ مه کوئ چي لوست او غږ (تلويزيون،راديو يا نور غږيز توکي ) سره يو ځاي کړئ.
٧ د لږ مهال څخه لوست پيل کړئ او تر هغي يي اوږد کړئ چي ترڅو ذهن مو په سکالو را څرخي.
٨ که شوني وي يو مهال ويش د خپلو ورځنيو کړنو لپاره جوړ کړئ ترڅو د ذهن څخه مو د لوست خنډونه لري شي.
٩ دا يقيني کړئ چي تاسو د لوست لپاره خپل ملګري ،دخلکو سره اړيکي او يا ارزښتمن وخت له لاسه نه دي ورکړي ځکه چي تاسو هم يو څه زده کوئ.
١٠ دخپلو شتو سره سم د لوست لپاره دمهال کچه وټاکئ نه د ساعت په کچه ځکه ساعت خپله د لوست لپاره خنډ دي.
د لاملونو په نښه کول:
دا به ښايي ډيره اړينه وي چي د خپل لوست هغه خنډونه په ګوته کړئ چي ستاسو پروړاندي پراته دي او خپله اشتباه له مينځه يوسئ.
 داسي نه چي مونږ په خپله دا موقع ځان ته برابروو چي په لوست کي په سکالو مو ذهن راو نه څرخي.
دا زمونږ خپله غلطي ده چي د لوست لپاره وړ ځاي نه برابراوو او يا خو په کومه ارامه فضا کي لوست نه کوو تر څو د لوست څخه موخه او خوند واخلو.