کور / تازه خبرونه / پر کندهار د امریکایانو پوځی عملیات وځنډول سول

پر کندهار د امریکایانو پوځی عملیات وځنډول سول

واشنګټن پوسټ د امریکایی قوماندان جنرال مک کریسټل له خولې راپور ورکوی چی امریکایی پوځ پر کندهار خپل متوقعه پوځی عملیات څو نوری میاشتی وځنډول چی علت یې ګواکی د خلکو د ملاتړ حاصلول دی . مک کریسټل وویل چی « زه له تلواره کار نه اخلم . د دې عملیاتو لپاره به څو نوری میاشتی هم معطله سو . زموږ په ګومان تر تلوار د هغه ښه والی مهم دی . »
ده وویل چی زما قوماندانان ډیر وخت ته ضرورت لری تر څو افغان حکومت زموږ تر عملیاتو وروسته په دې وتوانیږی چی ځان ټینګ کړی او عامه خدمتونه وکړای سی او دا هغه څه دی چی کندهار د کلونو کلونو راهیسی ورڅخه محروم دی . ده زیاته کړه چی د خلکو د قناعت لپاره هم ډیر وخت ته اړتیا لرو .
ده په مأیوسۍ سره وویل چی په مارجه کی زموږ عملیاتو ښه نتیجه ورنکړه او لکه موږ چی یې فکر کاوه هغسی ونسول . نو ځکه هغه موږ ته یو سبق سو او باید ځانونه ښه تربیه کړو تر څو په کندهار کی مو آینده عملیات مؤثر او بهتر سی .
خو سیاسی مبصرین معتقد دي چی امریکایی پوځ ورځ په ورځ د پخوانیو شورویانو په برخلیک مبتلا کېدونکی دی یعنی یو ځای ښه ترا نیولای سی خو هیڅ یې نسي ساتلای او خپل نصب کړي رژیم د مصیبت په غیږ وروستلی دی .