بهارت يا اوسنى هندوستان د افغانستان پخوانى او زوړ دوست هېواد باله شي. په افغانستان كې د پاكستان، ايران، تركمنستان، ازبكستان، تاجكستان او چين په شان هندوستان ته هم د گاونډي هېواد خطاب كېږي. سره له دې چې اوس د هند او افغانستان تر مينځ گډې پولي نشته، كيداى شي چې د ګاوندي او ورور هېواد القاب له هغه تاريخي او سياسي اړيكو څخه راوتلې وي چې له ډېرې مودې راهيسې څخه د دواړو هېوادونو تر مينځ شته او ورځ په ورځ غښتلې كېږې.
ما د دې لړۍ په دريو پخوانيو ليكنو كې په هند كې د افغانانو د موبايل ټلفون د اخيستلو او ساتلو، په هند كې د افغانانو د ويزو په راجستريش او په هندي روغتونونو كې د افغانانو د روغتيايي درملنې په ستونزه خبرې كړې وې، دا ده د دې لړۍ څلورمه ليكنه يوې داسې امنيتي موضوع ته ځانګړې شوې ده چې ډېر افغانان هند ته د تگ او له هند څخه د راتگ په وخت كې ورسره مخامخ دي او پرې ځوريږي.
كله چې افغانان د هندي الوتكو Air India په واسطه د هند ډيلي ته ځي، د كابل د هوايي ډگر د امنيتي نظام ټول مقرارت پرې تطبيق كېږي.
داسې مسافر كله چې له ( c ) پاركينگ څخه د هوايي ډگر څنډې يا B پاركينگ ته نژدې كېږي، موظف پوليس يې د پاسپورت، ويزې او ټكټ پوښتنه كوي. دا خلك كله چې بيا له ( B ) پاركينگ څخه د ترمينل مخې ته ورځي، په دې ځاى كې بيا د اسنادو پوښتنه كېږي، په درېيم ځل كله چې دا مسافر د كابل د هوايي ډگر د نوي ترمينل مخې ته نژدې شي بيا د اسنادو پوښتنه ترې كېږي . له دې وروسته مسافر د نوي ترمينل دروازې ته رسي. هلته ډېر منظم افغاني زلميان ولاړ دي چې په غالب گومان د يوې جرمنئ امنيتي كمپنۍ له پاره كار كوي. دوى بكسونه ماشين ته استوي او د مسافرو فزيكي تلاشي په خپله اخلي. تاسو بايد دلته د خپلو جيبونو ټول محتويات په ميز كېږدئ اوخپل دواړه لاسونه جگ ونيسئ . دا ځوانان تر تلاشي وروسته ستاسو بكس په ماشين كې تېروې او په دې توگه د يوه مسافر په شان ستاسو تلاشي پاى ته رسيږي.
له دې وروسته بكسونه ځي طيارې ته او تاسو له خروجي مهر څخه وروسته پاس پوړ ته خېژئ. دلته بيا د همغه جرمني امنيتي كمپنۍ مامورين ( جنكۍ او هلكان او يوه – دوه جرمنيان) د مسافرو بوټونه او كمربند او كرتۍ پې وباسي او له لاسي بكس سره يو ځاى يې تر ماشين تېروې. مسافر خپله هم له مخصوصې دروازې څخه تېرېږي او يو كس يې فزيكي تلاشي اخلي. له دې وروسته مسافر بېرته خپلې ويستل شوې جامې اغوندي او د هوايي ډګر وروستي سالون يا تمځاى ته رسي چې بيا له هغه ځايه الوتكې ته بلل كېږي.
كله چې اوږد انتظار پاى ته ورسيد او مسافرين هندي الوتكې ته ورسېدل، هلته به بيا په ليكه كې درېږي. اوس نو كه واوره اوري يا باران، باد وي كه سيلۍ ، شپه وي كه روځ، منفي پنځلس درجې يخني وي يا مثبت پنځه دېرش درجې تودوخه، هنديان د افغانستان د هوايي ډگر په تلاشي باور نه كوي او د مسافرو د بيا تلاشي له پاره يې، له هنده خپل كسان راوستلي وي. دا دوه كسان ( يوه ښځه او يوه نارينه) د طيارې د پوړيو په سر كې ولاړ وي، مخې ته يې مېزونه پراته وي او بيا له سره تلاشي اخيستل كېږي!!
پلټونكي هندي مامورين ( غالباً امنيتي افسران) د افغانانو د لاسي شيانو، لپ ټاپ، كمرې، جيبونه او جامو تلاشي كوي او يو- يو ته اجازه وركوي چې الوتكې ته ننوځي!
كله چې زه په كابل كې له داسې تلاشي سره مخامخ شوم، ډېر خپه نه شوم؛ ځكه فكر مې وكړ چې هنديان د خپل ( دوست او ورور هېواد ) افغانستان په امنيتي مامورينو او حتى هغه جرمنى امنيتي كمپنۍ باور نه لري چې د كابل په نړيوال هوايي ډگر كې د دې كار له پاره گومارل شوي دي؛ خو اعصاب مې هغه وخت ډېر خراب شول چې دوى د ډيلي له هوايي ډگره د تلونكو افغانانو سره هم ورته چلند كاوه او له هوايي ډگره يې د وتلو په وخت كې يو ځلې بيا تلاشي پيل كړه !؟
افغاني مسافر كله چې په ډيلي كې د انديراگاندي نړيوال هوايي ډگر ته ننوځي، بكسونه او دوى خپله لكه د نورې نړۍ د اتباعو په شان ټول هغه امنيتي رژيم په ځان تطبيقوي چې د هند حكومت وضع كړى دى. اكسرى ماشينونه، د نيمو جامو ويستل، د پښو لوڅول، دلاس او برقي ډنډې په واسطه فزيكي تلاشي او دا هرڅه … اوس نو د نورې نړۍ مسافرين بسونو ته خېژي او الوتكو ته ځي؛ خو افغانان له دروازې بهر يو ځلې بيا په ليكه كې درېږي او هندي مامورينو ته لاسونه جگ نيسي!
دلته نو زما اعصاب خراب شول او هغه غټ تور بريتور هندي مامور ته مې چې زه يې تلاشي ته درولى وم وويل چې دا شوده توب دى ؟! موږ له ډيلي څخه كابل ته ځو او ستاسو ټول هغه مقرارات مو منلي دي چې په هوايي ډگر د تطبيق وړ دي؛ خو د افغانانو دا ځانګړې تلاشي په حقيقت كې د افغانانو بې عزتي او بې حرمتي ده . دغه تورغټ بريتور افسر ما ته وويل چې ته پنځه منټه غلى شه، ما ورته وويل چې زه قطعاً نه غلى كېږم او دا تلاشي د افغانانو سپكاوى بولم! ما دې افسر ته وويل چې موږ په افغانستان كې د هندي اتباعو درناوى ساتو؛ خو تاسو دلته په هند كې افغانان ډېر ځورۍ او دا به د دواړو هېوادونو ترمينځ د سبانيو اړيكو له پاره ښه پيل نه وي. ما دې تور بريتور افسر ته وويل چې د دوو هېوادونو تر مينځ اړيكې خلك جوړوي نه حكومتونه او كه تاسو زموږ خلك داسې وځوروئ؟ نو بيا د ښو اړيكو تمه هم مه كوئ!
دلته دې تور بريتور افسر زه يو بل افسر ته حواله كړم چې هغه زما فزيكي تلاشي واخلي؛ خو ما ورته وويل چې زه تلاشي نه دركوم او لاسونه نه اوچتوم ؛ ځكه چې دا كار مخكې په هوايي ډګر كې شوى او دا استثنى د افغانانو بې عزتي ده. ده وويل چې ( دو منټ سر) ؛ خو ما ورته وويل چې قطعاً نه او بالاخره ده اجازه راكړه چې بې له تلاشي بس ته وخېژم.
په بس كې يو امريكايې زما او د دې هندي افسرانو ترمينځ لانجه ليدلې وه، هغې هم دا خبره وكړه چې دا اضافي تلاشي او هغه هم يوازې د افغانانو له پاره مناسبه نه ده او بيا كتنه غواړي.
زما د سفر ملگرو ډاكتر اكبراكبر او ښاغلى محمد عظيم نوربخش په الوتكه كې ما ته وويل چې ته مو د لومړي ځل له پاره په غوسه وليدې، ما دوى ته ډېر تشريحات ورنكړل؛ خو په زړه كې تر كابله پورې په غوسه وم چې هند د يوه (دوست او گاونډي ) هېواد په توگه ولې له افغانانو سره داسې دوه گونې او سپك چلند كوي؟
زه هيله لرم چې د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزارت او په ډيلي كې د افغاني سفارت مامورين داليكنه ولولي او له هندي مقاماتو سره د داسې استثنايي او دوه گوني چلند په هكله بشپړې خبرې وكړي چې افغانان پرې خپه كېږي او د افغانستان او هند د مقاماتو په وړاندې ستره كركه پيدا كوي.