د امریکا « اې . بی . سی » شبکه د پوځی منابعو په حواله راپور ورکوی چی د امریکایی پوځیانو د هرو ۱۰ کسانو څخه یو یې په روحی او دماغی تکلیف مبتلا دی او دا سلنه په افغانستان کی نوره هم ډیره ده ، ځکه دلته هر سړک هغوی ته ماین دی او هر ږیره لرونکی ورته فدایی دی ، چی دغه حالت امریکایی پوځیان روحأ ناروغه کړي او مسلسل تر فشار لاندی اوسیږی . راپور وایی چی د پرله پسې هلو ځلو او مصارفو سره سره دا سلنه مخ پر ډیرېدو ده .