لاريون کوونکيو دافغان دولت څخه غوښتنه کوله چې دعيسويت لپاره دخپاروې ټولې موسسوپرفعاليتونو دي بنديز ولګول شي ، همدارنګه دغولاريون کوونيکو دا هم ويلې چې دکومو موسسو کارکوونکي چې په پلازمينه کې دعيسويت په تبليغ نيول شويدي ژرترژره دي محاکمه او اعدام شي ددي ترڅنګ لاريون کوونيکو چې مرګ پر اسراييل چيغې يي وهلې د اسراييلو لخوادغزې پرتړانګه څلورکلن بنديزاو دازادي پرکښتې باندي بريد په سختوټکوکې وغنده.
دتخار ولايت دوالې وياند فيض محمد توحيدي ويب پاڼې ته په خبروکې وويل : چې دايو سولييز لارېون ووچې سلګونو خلکو په کې ګډون کړې وو ددي ترڅنګ توحيدي هغه تورونه هم رد کړچې ګنې دغه لاريون دي په تاوتريخوالې اوښتې وي ، ددي وړاندي ويل شوي وو چې په لاريون کې يوشمير ګډوډې هم رامنځ ته شوي .
دغه لاريون په داسې حال کې ترسره کيږي چې تيره ورځ هم ددغه ولايت محصلينو په يو لاريون کې برخه اخيستې وه خو نني لاريون توپير دتيرې ورځې سره په دي کې وو چې په دغه لاريون کې دتخارد ولسواليو خلکو ، محصلينو او يوشمير ديني علماوو هم برخه درلوده ، نږدي درې ورځې وړاندي د بغلان، بلخ اودهيواد يو شمير نوروپوهنتونونو محصلينو ورته لاريونونه ترسره کړل او له افغان دولت نه يي وغوښتل ترڅودبهرنيو موسسو فعاليتونه وارزوي چې څه کوي؟