د کندهار ولايتي مقامات وايي په واده کي چاودنه د ځانمرګي بريد له امله رامنځته سوې ده.
د اسوشيېټيډ پريس آژانس د کندهار د امنيه قومندان په حواله وايي چي بريدکوونکي د ډوډۍ پر مهال ځان چاودلى چي ٣٩ تنه يې مړه او شاوخوا ٧٨ کسان يې ټپيان کړل.
د آزادۍ راډيو د عيني شاهدانو داسي ږغونه کښېښول چي دغه بريد ځانمرګى بولي او يوه عيني شاهد وويل چي دوى ډوډۍ خوړله چي د يوه سپين ږيري له ځانمرګي سره حملې سوې، ځانمرګي وځغستل او ځانته يې چاودنه ورکړه.
بلي خوا ته د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي دا حمله د ځانمرګي له امله نه بلکي د امريکايي ځواکونو د بمبارۍ له وجي سوې ده، خو عيني شاهدانو ټولو دغه پېښه ځانمرګى بريد وباله.