کندوز کې ميشت جرمنې ځواکونو د ولايتې بيارغونې ډله يا PRT په ياد ولايت کې ټول ګټې پروژې پيلوئ.
د ولايتې بيارغونې دملکې چاروهمغږي کوونکې ډويد کفورديوې غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل : چې جرمنې به دافغانستان سره خپلومرستو ته دوام ورکړئ . هغه زياته کړه چې المان دمرستو په تړاو به په کندوز ولايت کې دبيارغونې ګڼې پروژي پيل شئ ، هغه وويل په دغوپروژکې به څوکيلومتره قيراواسفالټ سړک ، دڅاګانو اوپلچکونو سازول شامل وي چې دهغه په خبره ډيرې بې روزګاره خلکوته به دکارزمينه برابره شئ .
خودکندوز يوشمير خلک بيا دالمان دمرستو او پروژو څخه راضي ندي او وايي چې المان په اتو کلنوکې کومه ځانګړې پروژه چې خلکوته دکارزمينه په کې پيداشئ په کارنده اچولې مګر دغه خلک داهم وايي چې المان دي په خپلو ژمنوچې په کې دبيارغونې ګڼې پروژې شاملې دي وفإ وکړي.
دخان اباد ولسوالۍ يوتن اوسيدونکې اجمل ارين په دي نظردي ( مونږه سړک لرو مګر دډيرې مودې راهيسې يي چارواکو دپخولو خبره کړئ خوتراوسه يي هيڅ څرک نه ليدل کيږي ددي امله خلک دګڼوستونزوسره مخ دي )