کور / تازه خبرونه / د برتانيې لومړى وزير د خبرو لپاره کابل ته راغى

د برتانيې لومړى وزير د خبرو لپاره کابل ته راغى

د برتانيې لومړى وزير کاميرن، په ناڅاپي توګه کابل ته راورسيدى، نوموړى د روان کال په مى مياشت کې د لومړي وزير چوکۍ وګټله.
تيره مياشت نوموړي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په برتانيه کې کتلې و، او دواړو ويلي ووچې هيوادونه به يې پخپل منځ کې پياوړيو اړيکيو ته دوام ورکوي.
نوموړي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې دى د افغانستان مسلې ته د لومړيتوب حق ورکوي.
ده زياته کړه چې د افغانستان مسله د دوى د هيواد د بهرنۍ پاليسۍ او ملي امنيت مهمه برخه جوړوي.
تېر ډسمبر هغه مهال چې نوموړى د مخالفې ډلې مشر و، په هلمند کې له خپلو پوځيانو سره ليدلى و، او ويلي يې و چې دى به له افغانستان سره اړيکې نه پرې کوي
ده خپلو پوځيانو ته دا هم ويلي و، څومره ژر چې موږ بريالي شو هغومره ژر به خپل کور ته ځو.
برتانيه دا مهال په افغانستان کې نژدې لس زره پوځيان لري چې نژدې پنځه سوه يې خاص پوځيان دي.