کور / تازه خبرونه / د ارغنداب پېښه د يوه پوليس په واده کې رامنځته شوې

د ارغنداب پېښه د يوه پوليس په واده کې رامنځته شوې

ناټو د کندهار د ارغنداب د پرونۍ خونړۍ پيښې پړه پر طالبانو ور اچولې ده، چې لږ تر لږه ۴۰ کسان په کې ووژل شول او تر اويا زيات په کې زخميان شول.
د کندهار والي توريالى ويسا وايي چې دا د يوه پوليس واده و، او د هغه نور همکاران د واده مراسيمو ته ورغلي وو، او د دې پيښې لامل يو ځانمرګى بريد دى.
د پيښې شاهدانو هم ويلي چې دا يو ځانمرګى بريد و.
خو طالبان دا نه مني او وايي چې دا پيښه د ناټو ځواکونو د بمبارۍ په پايله کې رامنځته شوې ده.
د کندهار او شا او خوا سيمو کې په ودونو کې دا ډول پيښې وړاندې هم رامنځته شوې دي.
څو مياشتې وړاندې په شاولي کوټ ولسوالې کې پر يوه واده، د ناټو ځواکونو له خوا بمبارۍ شوې وې چې په لسګونو کسان يې وژلي وو.
څه موده وړاندې چې کله طالبانو د کندهار پر امنيه قومندانۍ ځانمرګي بريدونه کړي وو، د پيښې ځاى ته نژدې په زرنګار سالون کې د واده مراسم روان وو، هغه مهال هم خلکو ويلي وو په لسګونو بې ګناه ښځې او ماشومان ووژل شول.
عيني شاهدانو هغه مهال ويلي وو چې د د بريدونو د ويرې له امله د زياترو ماشومانو او ښځو زړونه چاودلي وو، او پر بدن يې ټپونه نه ليدل کيدل.