د کندهار ته د لويي څارنوالۍ لېږل سوئ هيئت وايي په کندهار کي سلګونو جريبه دولتي مځکه د زورورو له خوا غصب سوې ده.
د لويي څاروانوالۍ هيئت چي کندهار ته د څېړنو دپاره تللى وو، اوس کابل ته ګرځېدلى او وايي داسي اسناد يې نه دي موندلي چي د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمدولي کرزى دي په دې غصبونو کي لاس لري.
د څارنوالۍ د هئيت مشر سيدجلال پرون په کابل کي خبريالانو ته د زورواکونو هويت په ډاګه نکړ او ويې ويل چي دا به تر څېړنو وروسته څرګنده سي چي دغه کسان څوک دي. خو وار له مخه يې لا په دې مځکو کي د احمدولي کرزي د لاس لرل رد کړل.
د لويي څارنوالۍ له خوا کندهار ته وروسته له هغه هيئت ولېږل سو چي د ولسمشر کرزي ورور احمدولي کرزى د دفاع وزارت له خوا د مځکو په غصب باندي تورن سو.