کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په خپله سرمقاله كې په افغانستان كې د روان بحران د هواري او د ټكاو د راوستلو لپاره د تفاهم په اړتيا ټينګار كړې.
ورځپاڼې په هيواد كې شتو ستونزو ته په اشارې سره هغه مسايل څيړلي، چې ممكن د تفاهم د نه موجوديت په صورت كې پيښ شي.
ورځپاڼې په دوام كې د سولې د ملي مشورتي جرګې پريكړو ته اشاره كړې او ليكلي، چې د يوې جرګې په رابللو سره موجوده ستونزې په يو مخيزه توګه نشي هواريدلې.
خو ورځپاڼې ددې جرګې په پريكړو د كرښې راښكل هم سم كار ندې بللې او ليكلي، كه له دې سره په ملي او نړيواله كچه تفاهم رامنځ ته شي، نو په هيواد كې روانې سياسي هڅې به ګټورې پايلې ولري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د اسيايي هيوادونو ترمنځ د باور او همكارۍ د سازمان په سرمشريزې بحث كړې او پدې ترڅ كې يى د افغانستان ستونزې او د سيمې په امنيت كې د هغې رول څيړلې دې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د اساسي قانون د څار د كمسيون غړو ته د ولسي جرګې لخوا د باور راى په وركولو بحث كړې او هغه يى په هيواد كې د قانون د واكمنۍ د پياوړتيا په لور يو بل ګام بللې دې.
ورځپاڼې په دوام كې ددې كمسيون دندو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې ددې كمسيون غړي بايد په ټولو برخو كې د اساسي قانون د پلې كولو كلكه څارنه وكړي او پدې برخه كې هيڅ ډول سرغړاوي ته اجازه ورنكړي.
ورځپاڼه دا هم ليكي، چې دا كمسيون به هله پخپلو كارونو كې بريالې وي، چې د دولت درې ګونې قواوې او ټول ولس ورسره د قانون په پلې كولو كې همكاري وكړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د شتو ستونزو لاملونه څيړلي، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره له بې باورۍ نه سرچينه اخلي.
خو ورځپاڼې بيا د بې باورۍ لاملونو ته هم كتنه كړې او ليكلي، چې په چارو كې سستي او قانون ته نه ژمنتيا د هغې اصلي زيږنده دې.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په افغانستان كې د روانې وضعې په اړه د امريكا د دفاع د وزير څرګندونې راخستي، چې تر ډيره يى د خپلې بريا په اړه خوشبيني څرګنده كړې.
ورځپاڼې ليكلي، چې ښاغلي ګيټس دا ډاډ څرګند كړې، چې په روان كال كې به په افغانستان كې په روان جنګ كې كافي پرمختګونه ولري.
ورځپاڼې د ګيټس په حواله وړاندې ليكلي، چې د امريكايي ځواكونو دا پرمختګونه به د تاوتريخوالې زياتوالې هم له ځانه سره ولري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د استازي ددفترپه رول بحث كړې، چې د ورځپاڼې په وينا اوس مهال يى يو ډول سياسي چوپتيا غوره كړې.
ورځپاڼې ليكلي، كه څه هم پخوا دا دفتر د افغانستان په دولت كې يو جلا دولت بلل كيده خو اوس ډيره موده كيږي، چې خاموشه دې او دې كار په خلكو كې د هغې باور هم خورا زيانمن كړې دې.

راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د اساسي قانون د څار د كمسيون په دندو رڼا اچولې، چې پنځو غړو يى له ولسي جرګې نه د باور رايه ترلاسه كړه.
ورځپاڼې ليكلي، چې ددې كمسيون غړي به پخپلو كارونو كې له ستونزو سره مخ وي، ځكه د ورځپاڼې په وينا ددوى صلاحيتونه لا هم ندي روښانه شوي.
ورځپاڼې په دوام كې دا پوښتنه هم كړې، چې تراوسه پورې معلومه نده، چې دا كمسيون به د ملي شورا په مصوب كار وكړي او د سترې محكمې د قضايي قرار له مخې.؟
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې له نشه يي توكو سره د مبارزې په اړه هم بحث شوې او د روسيې د ولسمشر په حواله ليكل شوي، چې دا مبارزه لا زياتو هڅو ته اړتيا لري.