کور / تازه خبرونه / د ویشتل سوی هلیکوپتر ۴ مقتولین امریکایان وو

د ویشتل سوی هلیکوپتر ۴ مقتولین امریکایان وو

اسوشیټید پریس د امریکایی پوځی منابعو په حواله خبر ورکوی چی د طالبانو لخوا نن د هلمند په سنګین کی د ویشتل سوی هلیکوپتر څلور واړه وژل سوی پوځیان امریکایان وو .
په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱۰۸ ته ورسېدل چی ۱۹ یې په تیرو صرف نهو ورځو کی د خاورو مېلمانه سوي دي .