د هلمند ولايتي چارواکي وايي د دې ولايت په سنګين ولسوالي کي طالبانو يوه اووه کلن ماشوم امريکايانو او حکومت ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړئ دئ.
د هلمند د والي وياند داود احمدي د چين د شينهووا آژانس ته ويلي دغه بېنګاه اووه کلن ماشوم پرون د سې شنبې په ورځ د طالبانو له خوا د سنګين ولسوالي د ساروان کلا په سيمه کي پر درخته باندي سوئ دئ.
پر طالبانو باندي تېره مياشت په غزني ولايت کي د جاسوسۍ په تور د څو زدکوونکو د وژلو تور هم ولګېدئ، چي وروسته د دوى د خوا رد سو، خو د ياد سوي ماشوم په هکله يې تر اوسه څه نه دي ويلي.