کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / روحاني مه هېروئ !

روحاني مه هېروئ !

د غبرګولي ۱۸ – مه چي د جون له اوومي نېټي سره برابره ده، د افغان ژورناليست عبدالصمد روحاني د شهادت دوهم تلين دئ.
ارواښاد عبدالصمد روحاني چي له بي بي سي راډيو او څو پښتو انلاين رسنيو سره کار کاوه، دوه کاله دمخه په مرموز ډول د هلمند ولايت په مرکز کي په ډېره ناځوانمردانه توګه په شهادت ورسول سو.


  سره له دې چي د هلمند والي ګلاب منګل هغه مهال ژمنه وکړه، چې په يوه اونۍ کي به د ارواښاد روحاني قاتلان د قانون منګولو ته سپاري، خو دا دئ د  دوو کالو په تېرېدو سره وينو، چي ښاغلي منګل نه يوازي هغوى قانون ته ونه سپارل، بلکي مطبوعاتو ته يې هم تر اوسه دا هم نه دي ويلي چي هغوى څوک ول، خو داسي ښکاري چي د شهيد روحاني وژونکي اوس هم د لښکرګاه په ښار کي سرې سترګي ګرځي.


دولت هغه وخت د ارواښاد روحاني د قتل پړه د طالبانو پر غاړه واچوله، خو له يوې خوا طالبانو د روحاني له وژني کلکه نټه وکړه او له بلي خوا شواهد هم ښيي چي د روحاني شهيد په قتل کي د طالبانو لاس نه وو. ځکه شهيد روحاني تر مرګ يوه ورځ دمخه د ښار له منځه حکومتي پوليسو موټر ته پورته کړئ وو او له بلي خوا د هلمند د والي ګلاب منګل د يوې اونۍ ژمنه هم د دې شاهدي ورکوي، چي په دې جرم کي د طالبانو لاس نه وو.


د هلمند د والي له خبرو څخه ښکاري چي ارواښاد روحاني د هلمند د يوه داسي زورور چارواکي له خوا په شهادت رسېدلئ دئ، چي د ده هم وس نه په رسېږي.
زه د ټولو افغان ژورناليستانو څخه هيله کوم، چي د ارواښاد روحاني د قتل پېښه او د قاتلانو د محاکمې غوښتنه هېره نکړي، البته له نه هېرولو مي هدف د هغي رسنۍ په څېر احساساتي باټه هم نه ده، چي د روحاني د شهادت په لومړيو ورځو کي يې په غټو ټکو ليکلي ول: ((که دولت د روحاني په نيولو کي اقدام ونکړي، موږ (هغه رسنۍ) به يې خپله رسوا او د محاکمې مېز ته راکش کړو))، خو وروسته دوى هم خوله پټه ونيوله.


     زما په نظر د روحاني په ياد د تشو غونډو جوړول هم نه روحاني، نه يې کورنۍ او نه هم ژورناليستانو ته کومه ګټه رسوي. د ياد غونډو جوړوونکو ته مي وړانديز دا دئ، چي که د غونډو د لګښت پيسې د ارواښاد روحاني کونډيانو او يتيمو ماشومانو ته ورکړي، نو د چا خبره هم به خداى هم به خورما سي.
 
 څه چي موږ ژورناليستانو ته اوس په کار او په وس مو پوره دي،  دا چي د بي، بي، سي او پژواک آژانس په ګډون ټولي رسنۍ په يوه ږغ، په ټينګه او پرله پسې توګه له ولسمشر کرزي څخه د ارواښاد روحاني د قاتلانو غوښتنه وکړو، که د دې سورسترګي قاتل په محاکمه د ولسمشر حامد کرزي وس هم نه رسېدئ، نو لږ تر لږه دونه خو وکړو چي دمطبوعاتو له لاري  يې ولس ته رسوا کړو .