د بی بی سی نړیواله څانګه خبر ورکوی چی طالبانو [ د الفتح عملیاتو په لړ کی ] د هلمند په سنګین کی د ناټو یو هلیکوپتر وویشت او په نتیجه کی یې څلور بهرني پوځیان ووژل .خو د زخمیان تعداد یې ذکر نه کړ . د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، طالبانو نن په جنوب کی د ناټو یو پوځی د چاودنی په نتیجه کی ووژﺉ . طالبانو د جون په روانو نهو ورځو کی ۲۹ بهرني پوځیان وژلي چی دا په تیرو اتو کالو کی عظیم ترین تلفات دي چی پر ناټو یې لوروی .
بله خوا د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د لراوبر د کندهار همکار ته ويلي چي د ناټو په دې الوتکه کي چي د سنګين بازار ته نژدې يې را اچولې او پکښي سپاره ٢٠ تنه سپرلي يې وژلي دي ، د هلمند والي وياند داود احمدي د پېښه تائېد کړې ده خو د وژل سوو کسانو شمېر ۴ ښيي .