دکندوز ولايت امنيه قوماندانې ديوشمير مهماتواومشکوکوکسانو دنيولو خبر ورکړ:
دکندوز ولايت امنيه قوماندان مل پسوال محمدرزاق يعقوبې نن په دغه ولايت کې خبريالانو ته وويل چې دتيرو دوو مياشتو په ترڅ کې دپوليسو په ځانګړو هلو ځلو سره 17 کړۍ دو سايطو ضد ماينونونه ، 25 کړۍ دپرسونل ضدماينونه اوهمدارنګه په دغه تړاو څلور تنه مشکوک کسان هم نيول شويدي.
يقعوبې زياته کړه چې دغه ماينونه دکندوز د مرکز او ولسواليو نه چې په بيلابيلو برخوکې د دولت مخالفينو له لورې ښخ شوي وو دپوليسو اوخاصو انجينرانو پواسطه کشف اونيول شويدي .
همدارنګه هغه زياتوي چې په کشف شوو ماينونوکې زياتره ېې دسړک دغاړې ماينونه دي چې د دولت ضد مخالفينو ورڅخه په دغه ولايت کې په وروستيو نا امنيو کې کاراخيسته ،
برسيره پردې نوموړي زياتوي چې مشکوک نيول شوي کسان يي عدلې اوقضايي ارګانونو ته ورپيزندلې دي. ترڅوورځنې پلټنې وشئ .
داپه داسې حال کې ده چې نږدي دوه اونۍ وړاندي ددغه ولايت چارواکوخبريالانو ته يومشکوک کس وښوده چې دچارواکو په وينا د وسلوالومخالفينو په روزنه کې لاس لاره مګر نيول شوي کس په خپل ځان پورې شوي تورونه په کلکه ردول .